بولټ او شرما ممبۍ ته د پنځم ځل لپاره د ای پي ایل اتلوالي ور په برخه کړه | خبریال

بولټ او شرما ممبۍ ته د پنځم ځل لپاره د ای پي ایل اتلوالي ور په برخه کړه

کریکبال وېبپاڼه- ممبۍ انډیانز ډهلي کپټلز لوبډلې ته په پایلوبه کې د پنځو ویکټو په توپیر په ماتي ورکولو سره لومړی لوبډله شوه چې تر ټولو ډیر پنځه ځلې د ای پي ایل سیالیو اتلوالي ترلاسه کوي.

لدې وړاندې ممبۍ انډیانز لوبډلې په ۲۰۱۳، ۲۰۱۵، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کال کې د یادو سیالیو اتلوالي ترلاسه کړي وه.

په ننۍ لوبه کې ډهلي کپټلز لوبډلې ټاس وګاټه او لومړی یې پخپله توپ وهنه پیل کړه.

یادې لوبډلې پیل ښه نه وه او د تیر په څیر یې یو ځل بیا خپل اوپنر لوبغاړی په صفر له لاسه ورکړ.

یادې لوبډلې په ۲۲ منډو کې درې پیاوړي لوبغاړي له لاسه ورکړل،خو وروسته شریاس آیئر او د رشاب پنټ ترمنځ د ۹۶ منډو ښکلي ملګرتیا ترسره شوه او د یادو لوبغاړو سوځیدو وروسته،ډهلي لوبډلې یوازې ۱۵۶ منډې وکړې.

د ډهلي لپاره یوازې کپتان آیئر ښکلي لوبه وکړه او ۶۵ منډې یې جوړې کړې.

د ممبۍ انډیانز لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې ټرنټ بولټ زبردست بالینګ ترسره کړ او درې ویکټې یې ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف د ممبۍ انډیانز لوبډلې لخوا په ۱۹م اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو اتلوالي یې خپله کړه.

ممبۍ لپاره توپ وهنه کې کپتان روهیت شرما ښکلي لوبه وکړه او ۶۸ منډې یې جوړې کړې.

نوموړي پداسې مهال خپله ویکټ له لاسه ورکړه چې ممبۍ لوبډلې ته په ۲۳ توپونو ۲۰ منډې پاتي وې.

روهیت شرما په ننۍ لوبه کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لپاره ۴ زره منډې هم بشپړې کړې او همداشان لومړی لوبغاړی شو چې د ممبۍ لپاره د ای پي ایل سیالیو پایلوبه کې دوه ځلې نیمه سلیزه وهي.تیر ۲۰۱۹ کال ای پي ایل سیالیو پایلوبه کې هم نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه نیمه سلیزه وهلي وه.

 

په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو کې زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی د کینکز الیون پنجاب لوبډلې مشر کې ایل راهول ونومول شو،چې (۶۷۰) منډې یې جوړې کړې.

زیاتې ویکټې بیا د ډهلي لوبډلې چټک توپ اچونکي رباډا ترلاسه کړې چې ټولې (۳۰) ویکټې وې.

همداشان زیاتې شپږیزې وهونکی لوبغاړی اېشان کېشن ونومول شو چې (۳۰) شپږیزې یې وهلي وې.

غوره بالینګ د کلکتې لوبډلې توپ اچونکي وېرون چکراورتي ونومول شو چې (۲۰/۵) ویکټې ترلاسه کړي وې.

غوره اقتصادي بالینګ برخه کې راشدخان ونومول شو چې (۵،۳۷) اکانومۍ سره یې ښه توپ اچونه یې بالینګ کړی و.

زیاتې څلوریزې شکر داون (۶۷)،زیاتې نیمه سلیزې کې ایل راهول (۵)،زیاتې سلیزې شکر داون (۲)،زیاتې منډې په یوه لوبه کې کې ایل راهول (۱۳۲ ناسوځیدلي) منډې جوړې کړي وې.

هیره دې نه وي چې ممبۍ انډیانز لوبډلې ته به د اتلوالۍ خپلولو وروسته لس کروړه هندۍ کلدارې د انعام په توګه ورکړل شي.

ډهلي لوبډلې ته به (۶ اعشاریه ۵ کروړه) کروړه.حیدراباد او بنګلور لوبډلو ته به ( ۴ اعشاریه ۳۷۵ کروړه) پیسې ورکړل شي.

یاده دې وي چې دا د تیر کال څخه ۵۰ سلنه کمه پیسې دي چې لوبډلو ته ورکول کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ