په لنکا پریمیر لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو معاشونه! | خبریال

په لنکا پریمیر لیګ سیالیو کې د افغان لوبغاړو معاشونه!

کریکبال وېبپاڼه- د سریلانکا پنځلس ورځنۍ (لنکا پریمیر لیګ) سیالیو لپاره چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د سریلانکا په مهیندا راجاپکسا نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي،ور له مخه ورته افغان او هندي لوبغاړي رسیدلي دي.

لومړني لوبغاړی چې یاد لیګ ته ورسیده،د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر عرفان پټان او همداشان ۲۱ کلن نوین الحق او ۱۸ کلن رحمن الله ګربز وو.یاد درې لوبغاړي د کنډي ټوسکرز لوبډلې لپاره لوبیږي.

په ورته وخت کې به پاکستاني لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ پای ته رسیدو وروسته د نومبر له اوولسمه نېټه څخه د یاد هیواد په لوري روان شي.

د سریلانکا کرکټ بورډ د اجرایئه رئیس اشلي ډي سیلوا له قوله چې کوم لوبغاړي هلته رسیږي،دوه د کرونا ځانګړي (PCR) ټیسوټه به ترې کیږي چې لومړۍ ټیسټ د لوبغاړو را رسیدو سره سم او دوهم ټیسټ به د قرنطین په شپږمه ورځ ترې کیږي او دواړو ټیسټونو د پایلې د منفي کیدو وروسته به هغوی ته د تمریناتو اجازه ورکړل شي.

((په لومړیو کې چې کله لوبغاړي او د ټیم نور چارواکي را رسیږي.دوی څخه به حتما دوه (پي سي ار) ټیسټونه ترسره کیږي،چې لومړۍ هوايي میدان ته د را رسیدو سره سم او دوهم به په هوټل کې ترې کیږي.د قرنطین پر مهال د دریمې ورځې وروسته چې کله د هغوی د پایله ښکاره شي،دوی هر یو کولی شي چې جدا،جدا خپل تمرینات په هوټل کې ترسره کړي.دوهم ټیسټ به په شپږمه ورځ ترې وشي او که چیرې د هغې پایله منفي وه،بیا په اوومه ورځ هغوی ته په لوبغالي کې د تمرین اجازه ورکول کیږي.))

((ټول پنځه واړه ټیمونه به د ځانګړیو محدویتونو تر چتر لاندې په شنګریله هوټل کې اوسي.دوی به له همدې هوټل څخه د سیالیو او تمریناتو لپاره ځي او بیرته به همدې هوټل ته راځي.))

ډي سیلوا زیاته کړه د لوبې غوره لوبغاړو ته د جایزو او انعاماتو ورکولو سیستم به د ای پي ایل په څیر وي.

((د میډیا یا رسنیو پوښښ کوونکو پرسونل ته به د سیالیو د خپریدو اجازه نه وي.مونږ به په لوبغالي کې خپل د سریلانکا کرکټ کمریمینان یا کارمندان ولرو،هغوی چې کوم تصویرونه د لوبو یا تمریناتو پر مهال اخلي،مونږ به یې له خپلې رسنۍ له هغوی سره شریکوو.))

د لنکا پریمیر لیګ سیالیو سیستم او کړنلاره به د ای پي ایل سیالیو په څیر وي،چې پدې وروستیو کې په اماراتو کې پای ته ورسیده.

په لنکا پریمیر سیالیو کې د زیاتو معاشونو لرونکو لوبغاړو په لیست کې پنځه سریلانکایي لوبغاړي لاسیت ملینګا،دوشن شناکه،کوسل پریرا،انجلیو میتوس او تیسارا پریرا شامل دي.

په لنکا پریمیر لیګ سیالیو کې د (۶۰ زره امریکایي) ډالرو په لیست کې دغه لوبغاړي شامل دي: لاسیت ملینګا،دوشن شناکه،کوسل پریرا،انجلیو میتوس،تیسارا پریرا.

(۵۰ زره) امریکایي ډالرو معاش لرونکو لوبغاړو لیست کې دغه لوبغاړي شامل دي: لنډل سیمونز،کریس ګېل،شاهدخان افریدي،محمد حفیظ،ډیویډ ملن،ډیویډ مېلر،عرفان پټان،اندري رسل،ونیدو هسرنګا ډي سیلوا.

(۴۰ زره) ډالرو لیست کې: حضرت الله ځاځی،سودیپ تیاګي،لیام پلنکېټ،منپریت سینګ،شعیب مالک،نروشن ډکویلا،دونشکا ګوناتلایکا،کوسل مندېس،اوسورو اوډنا،اویشکا پریننډو.

(۲۵ زره) ډالرو معاش لرونکو لیست کې: وهاب ریاض،محمد عامر،سامېت پټېل،محمد عامر،عثمان خان شینواری،دانش چنډیمل،سورنګا لکمل او نور ډیر کورني لوبغاړي.

(۱۵ زره) ډالرو لیست کې: رحمن الله ګربز،نوین الحق،قیس احمد،پال سټرلینګ،سرفراز احمد،کایل آېبټ،برینډن ټایلر،آصف علي او نور ډیر کورني لوبغاړي.

(۳ زره) امریکایي ډالرو معاش لرونکو لیست کې: کالانا پریرا،نېشن مدوشنکا،ګ او نور ډیر کورني لوبغاړي.

یاده دې وي چې اندري رسل،مېلر او ځینې بهرني لوبغاړي لدې لیګ څخه لا وړاندې بهر شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ