ښځینه بیګ باش: سیډني سکسرز لوبډله د لیست بهر لوبغاړې د لوبولو له کبله جریمه شوه | خبریال

ښځینه بیګ باش: سیډني سکسرز لوبډله د لیست بهر لوبغاړې د لوبولو له کبله جریمه شوه

کریکبال وېبپاڼه-د اسټرالیا ښځینه بیګ باش سیالیو کې د اېلیس فېري تر مشرۍ لاندې سيډني سکسرز لوبډلې د ملبورن رنیګېډز لوبډلې خلاف په لوبه کې ستره تیروتنه وکړه او داسې لوبغاړې یې ولوبوله چې ان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې نه وه شامله.

د هېلي سیلور هومز په نوم چټکه توپ اچونکې،چې د ټپونو له کبله بهر شوي وه،خو پدې وروستیو کې روغه شوي وه او نوموړې یوولس کسیزه لوبډلې ته د راستانیدو په اړه د ټیم تخنیکي برخه په جریان کې نه وه اچولې او په یوولس کسیز سکواډ کې یې لوبه ترسره کړي وه،چې پدې سره د سيډني سکسرز ټوله لوبډله ۲۵ زره اسټرالیاوي ډالره جریمه شوه.

ولوبوله،چې پدې سره یې د بیګ باش سیالیو د قوانینو خلاف کار وکړ او ۲۵ زره اسټرالیاوي ډالره جریمه شوه.

یاده لوبغاړې چې له ټپونو روغه شوي وه،خو یوولس کسیزې لوبډلې ته د راستانیدو په اړه یې د ټیم تخنیکي برخه په جریان کې نه وه اچولې او پخپل سر یې پکې لوبه کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ