ایل پي ایل: قیس احمد لوبډلې سوپر اور کې له ګربز او نوین لوبډلې لوبه وګټله | خبریال

ایل پي ایل: قیس احمد لوبډلې سوپر اور کې له ګربز او نوین لوبډلې لوبه وګټله

کریکبال وېبپاڼه- لنکا پریمیر لیګ چې تیره شپه د کولمبو کینکز او کنډي ټوسکرز لوبډلې په لوبې سره پیل شو،پکې کولمبو کینکز لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنې نوبت کنډي لوبډلې ته ورکړ.

کنډي لوبډلې د رحمن الله ګربز او کوسل پریرا د ښې توپ وهنې په مټ په شل اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۹ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه.

د کنډي ټوسکرز لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز په ۲۲ توپونو د ۶ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مټ په (۵۳) منډو د قیس احمد لخوا اوټ کړل شو.

کوسل پریرا په ۵۲ توپونو د ۴ شپږیزو او ۹ څلوریزو په مرسته (۸۷) منډې جوړې کړې.

د کولمبو کینکز له لوري په توپ اچونه کې قیس احمد په ۳ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې له ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې کولمبو لوبډلې ښه پیل ورکړ. د دانش چنډیمل د (۸۰) او په وروستیو کې د توپ اچونکي اسورو اوډنا په ۱۲ توپونو د ۳۴ ناسوځیدلو منډو په مټ د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۲۱۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې مساوي کړه.

د کنډي لوبډلې لخوا توپ اچونه کې افغان لوبغاړي نوین الحق په ۴ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

وروسته د کولمبو لوبډلې لخوا په سوپر اور کې کنډي ټوسکرز لوبډلې ته د ۱۷ منډو هدف ورکړل شو.

د هدف په تعقیب کې که څه هم رحمن الله ګربز د یوې شپږیزې او یو څلوریزې په مټ ۱۱ منډې جوړې کړې،خو سیالي یې د ۴ منډو په توپیر مقابلې لوبډلې ته بایلوده.

نن به پدې سیالیو کې د ګلي ګلډیئټرز او جفنا سټالینز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

ګلي ګلډیئټرز لوبډلې سره افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی هم شتون لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ