کنډي ټاسکرز لوبډلې په ۲۵ منډو بریا خپله کړه | خبریال

کنډي ټاسکرز لوبډلې په ۲۵ منډو بریا خپله کړه

 

کریکبال وېبپاڼه- د سریلانکا غوره لیګ سیالیو په شپږمه لوبه کې د رحمن الله ګربز او نوین الحق په شتون کې د شاهد افریدي تر مشرۍ لاندې ګلي ګلډیئټرز لوبډلې ته د ۲۵ منډو په توپیر سخته ماتي ورکړه.

کنډي ټاسکرز لوبډلې لومړی توپ وهنې کولو سره په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۵ منډې جوړې کړې.

د کنډي ټاسکرز لوبډلې له لوري افغان اوپنر لوبغاړي رحمن الله ګربز بریدګر پیل ورکړ،خو نوموړی د ۲ شپږیزو او یوې څلوریزې وهلو وروسته په ۱۹ منډو د ځاځي په کیچ سره اوټ شو.

د کنډي لوبډلې لپاره زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی برینډن ټایلر و،چې په ۳۵ توپونو یې ۵۱ ناسوځیدلي منډې وکړې.

ګلي ګلډیئټرز لوبډلې یې ځواب کې په ټاکلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۱ منډې وکړې او سیالي یې بایلوده.

حضرت الله ځاځي ته یو ځل بیا هم په لوبه کې چانس ورکړل شوی و،خو نوموړی یوازې د ۲ منډو میلمه وو.

د ګلي لوبډلې لپاره یوازې دانشوکا ګوانتالیکا تر ټولو ډیرې ۸۲ منډې وکړې،خو لوبډله یې بریا ته ونشوه رسولی.

د کنډي ټاسکرز لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې نوین الحق ۴ اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

سبا به پدې سیالیو کې بیا هم دوه لوبې ترسره شي،چې لومړی لوبه د ماسپيښین مهال د کولمبو کینکز او ډمبولا ویکنکز ترمنځ ترسره کیدونکي ده او دوهمه به ماښام مهال د کنډي ټاسکرز او جفنا سټالینز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

سټالینز د جدول په سر کې ځای لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ