ویراټ کوهلي د ټنډولکر یو بل ریکارډ مات کړ! | خبریال

ویراټ کوهلي د ټنډولکر یو بل ریکارډ مات کړ!

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې اوسني کپتان ویراټ کوهلي د اسټرالیا خلاف په روانه دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي سچن ټنډولکر د چټکو دوولس زرو منډو جوړولو ریکارډ مات کړ او لومړی هندي لوبغاړی شو چې په کمو لوبو کې دوولس زره منډې بشپړوي.

د لوبې د پيل وړاندې نوموړي ۲۳ منډو ته اړتیا درلوده،ترڅو دغه تاریخي مقام ته ورسیږي او نوموړي د لوبې په ۱۳م اور کې په اسټرالیاوي توپ اچونکي شین ابیټ باندې د سينګلې په اخیستلو سره وتوانید تر څو ۱۲ زره چټکې منډې په ۲۴۲ اننګزونو کې ترلاسه کړي.

لدې وړاندې دغه ریکارډ د سچن ټنډولکر سره وو،نوموړي په ۳۰۰ اننګزونو کې د هند لپاره ۱۲ زره چټکې منډې جوړې کړي وې.

ویراټ کوهلي همداشان د سچن ټنډولکر وروسته چې په ۴۶۳ یو ورځنیو لوبو کې یې (۱۸ زره ۴۲۶) منډې جوړې کړي وې، دوهم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی چې تر ټولو ډيرې منډې یې په یو ورځنیو لوبو کې جوړې کړي دي.

ویراټ کوهلي په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال کې د هند کرکټ په ملي لوبډله کې راڅرګند شو او پخپله دوولس کلنه کرکټ موده کې يې په یو ورځنیو لوبو کې ۴۳ سلیزې او ۵۹ نیمه سلیزې وهلي دي.

د یادونې وړ ده چې نوموړی په یو ورځنیو لوبو کې د (لس زرو-یوولس زرو) چټکو منډو ریکارډ هم له ځان سره ساتلی وو.

ویراټ کوهلي اوسمهال د اسټرالیا په وړاندې په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې بوخت دی او لوبډلې یې لدې وړاندې دواړه یو ورځنۍ لوبې د کوربه په وړاندې بایللي دي.

ویل کیږي چې ویراټ کوهلي به د اسټرالیا خلاف د لومړی ټيسټ لوبولو وروسته چې په جنورۍ میاشت کې یې ماشوم پيدا کیږي، بیرته خپل هیواد ته راستون شي.

هند کرکټ بورډ هم نوموړي ته د راستانیدو اجازه ورکړي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ