مجیب په کرونا د اخته کیدو وروسته له هوټل روغتون ته انتقال شوی | خبریال

مجیب په کرونا د اخته کیدو وروسته له هوټل روغتون ته انتقال شوی

کریکبال وېبپاڼه- د برېسبن هېټ لوبډلې ستوری افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ له هغې وروسته چې د کرونا پایله یې مثبته شوه،د هوټل څخه د ګولډ کاسټ روغتون ته وړل شوی او هلته بستر شوی دی.

۱۹ کلن مجیب ځدراڼ چې پدې وروستیو کې د هند په غوره لیګ سیالیو کې ولوبیده،له هغه ځایه د اسټرالیا په لوري روان شو او نوموړی به هلته په بیګ باش سیالیو کې د برېسبن هېټ لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي.

د شل اوریزو لوبو دغه دوهم مقام لرونکی بالر چې د اسټرالیا په کوینزلینډ ښار کې قرنطین وو. ویل کیږي چې د نوموړي د درې ټیسټونو څخه یوه ټیسټ پایله مثبته وه.

برېسبن هېټ لوبډلې هم تایید کړې چې مجیب په کرونا اخته شوی او هغه ته یې د ژر رغیدو هیله ښودلې.

مجیب تیره اونۍ له کابل څخه د اسټرالیا په لوري روان شو او روانه اونۍ د قرنطین پر مهال د کرونا ټیسټونو کې یې پایله مثبته شوه.

د کوینز لینډ کرکټ سي او ویلي د لوبغاړو خوندیتوب د دوی دنده ده او دوی به مجیب ځدراڼ ته هر ډول آسانتیاوې برابرې کړي،تر څو چې هغه روغ شوی نه وي.

ویل کیږي چې مجیب ځدراڼ به د بیګ باش سیالیو لومړی دوه لوبو کې هم ونه لوبیږي.

ټاکل شوي یادې سیالۍ به راتلونکي شپږم په ورځ پیل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ