سېواک: جېدیجا او چهال لوبولو موضوع کې اسټرالیا باید شکایت ونکړي | خبریال

سېواک: جېدیجا او چهال لوبولو موضوع کې اسټرالیا باید شکایت ونکړي

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ویرینډر سېواک د اسټرالیا کرکټ لوبډلې له شکایت څخه ناراضایت څرګند کړ،چې د ټپي لوبغاړي ریویندر جېدیجا په ځای یې فرعي لوبغاړی یوزیوندرا چهال په تیره لوبه کې ولوبوه.
چهال که څه هم په یوولس کسیزه لوبډله کې نه وو،خو د جېدیجا د ټپي کیدو وروسته د هغه په ځای په یوولس کسیزه لوبډله کې ولوبول شو.
سېواک وایي،اسټرالیا لوبډله ددې په ځای چې شکایت وکړي لومړی باید دوی خپله دغه قانون ته احترام ولري.

کرکټ نړیوالې شورا څو میاشتې وړاندې په کرکټ کې نوی قانون رامنځ ته کړ چې له مخې یې کوم لوبغاړی چې په لوبه کې ټپي کیږي،کولی شي چې پنځلس کسیزې لوبډلې څخه ځای ناستی لوبغاړی ولوبوي.

د اسټرالیا خلاف په لومړی شل اوریزه لوبه کې چې تیره ورځ ترسره شوه،پکې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ریویندرا جېدیجا د لوبې پر مهال د مېچل سټارک لخوا په بونس یا اوچت بال باندې سر ته ولګید،چې له کبله یې نوموړی د لوبې په نیمایي کې له میدان بهر او په ځای یې چهال ولوبول شو.
چهال د لوبې اړخ په بشپړ ډول بدل کړ،نوموړي څلورو اورونو کې يوازې ۲۵ منډې ورکړې او درې مهمې ویکټې یې ترلاسه کړې او هند لوبډلې ته یې په لومړی شل اوریزه لوبه کې په ۱۱ منډو توپیر بریا خپله کړه.

اسټرالیا لوبډله لدې پریکړې خوښه نه وه او د جېدیجا په ځای یې چهال غوره ځای ناستی نه باله.
د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې روزونکی جسټن لنګرهم لدې پریکړې خوښ نه وه او شکایت یې هم وکړ چې د جېدیجا په ځای باید چهال نه وای انتخاب شوی.خو سېواک وایي له همدې قانون څخه اسټرالیا هم ګټه پورته کړې او راتلونکي کې هم کولی شي چې ګټه ترې پورته کړي.

((زما له اړخه دا یوه ښه پریکړه وه،چې د جېدیجا په ځای چهال ولوبول شو،جېدیجا چې د لوبې پرمخ وړلو او توپ اچونې لپاره آماده نه وه.دا د هند لوبډلې لپاره یو فرصت وو چې ترلاسه یې کړ،ځکه چې هغه په سر لګیدلی وو،کله چې تاسو په سر ولګیږې،هیڅوک نشي ویلی چې جسمي اثر به یې په همغه وخت درته راڅرګند شي،شاید اثر یا نښې نښانې ښکاریدل ۲۴ ساعته وخت هم ونیسي،نو هند لوبډلې ددغه قانون څخه په یوه ښه ځای کې ګټه پورته کړه.))

((کله چې سټیو سمېټ په سر ولګید،لوبشګني د هغه په ځای بیټينګ ته راغی او منډې یې جوړې کړې.نو اسټرالیا هم له یاد فرصت څخه ګټه ترلاسه کړه،اسټرالیا لوبډله باید شکایت ونه کړي.دوی شاید یوه ستونزه لري هغه دا چې جېدیجا باید لوبې ته دوام ورکړی وای او منډې یې کړي وای.مګر کله چې تاسو په ډرسینګ روم کې هېلمټ له سر لرې کوی ،شاید د ګنګس کیدو احساس وکړئ.زه ډير ځلې د لوبې پر مهال هیلمټ ته لګیدلی یم او زه ښه پوهیږم چې څرنګه احساسات وي.خو زمونږ په وخت کې داسې قوانینو شتون نه درلوده.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ