شعیب ملک: راتلونکي (LPL)ته به خپله میرمن هم راولي | خبریال

شعیب ملک: راتلونکي (LPL)ته به خپله میرمن هم راولي

کریکبال وېبپاڼه- پاکستاني کرکټر شعیب ملک ژمنه وکړه چې راتلونکي کال دوهم پړاو سریلانکا غوره لیګ سیالیو د لیدو لپاره به خپله هندۍ میرمن ثانیه میرزا هم راولي او د لوبو د لیدو به خوند واخلي.

ثنایه میرزا او د هغې زوی اظهان میرزا پدې وروستیو کې پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د شعیب ملک د لوبو د لیدو لپاره پاکستان ته تللي وو.

شعیب ملک وویل: ((هو! دوی پاکستان ته راغلي وو،علت دا و چې د تیرو ۷ میاشتو راهیسې ما خپل زوی نه و لیدلی.ثنایه دلته راغله،زما مور او نورې کورنۍ سره یې هم ولیدل.بیا دوبۍ ته لاړو هلته مو څو اونۍ تیرې کړې.))

شعیب ملک پدې اړه چې ولې یې خپل میرمن روان لومړي پړاو سریلانکا غوره لیګ سیالیو ته نده بیولې.

هغه وویل: ((زما دوه کلن زوی ته شاید د زیاتو پراوزونو له کبله صدمه وراسیږي.لیکن دوی به راتلونکي کال ایل پي ایل سیالیو ته راځي،سریلانکا هیواد داسې دی لکه زما زړه،زه ددغه هیواد له میلمه پالنې خوند اخلم.زه پدې هیواد کې زیات دوستان او ملګري لرم،زه ددغه هیواد له خلکو سره مینه لرم او د دوی غذا ډیره خوښوم.))

د یادونې وړ ده چې ۳۸ کلن شعیب ملک د سریلانکا غوره لیګ په لومړي پړاو سیالیو کې د جفنا سټالینز لوبډلې لپاره لوبې کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ