د کرکټر بین سټوکس پلار د سرطان له کبله مړ شو! | خبریال

د کرکټر بین سټوکس پلار د سرطان له کبله مړ شو!

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي بین سټوکس پلار د سرطان ناروغۍ له کبله نن د ۶۵ کالونو په عمر مړ شو.

ګېډ سټوکس چې پخپله د رګبي لیګ لوبغاړی او همداشان روزونکی پاتي شوی،د تیرې جنورۍ میاشتې راهیسې د مغزي سقطې په ناروغۍ اخته وو او پدې وروستيو کې خپل اصلي ټاټوبي نیوزیلینډ ته له خپلې میرمنې سره تللی وو.

وورکینګټن ټآون چې نوموړي د هغه لپاره پخوا وخت کې رګبي لوبې کړي او همداشان یې روزونکی هم پاتي شوی وو،پخپله اعلامیه کې د نوموړي په مړینه خواشیني ښودلي ده.
((زمونږ لپاره ډیر خواشینونکی خبر دی چې هغه څوک مو له لاسه ورکړ،کوم چې مونږ ډیر څه له هغه زده کړي دي.))

بین سټوکس د خپل پلار او کورني سره د وخت تیرولو لپاره د پاکستان په وړاندې سیریز نیمایي کې پريښود او نیوزیلینډ هیواد ته روان شو.نوموړی د ای پي ایل د پیلیدو تر مودې پورې په نیوزیلینډ کې له خپل مور او پلار سره ؤ او له هغې وروسته ای پي ایل ته راستون شو.

بین سټوکس چې زیاتره وخت به سیریزونو او لوبو کې ښه وځلید،د منځ ګوتې یو سټایل به یې هم کاوه.

د نوموړي یاد سټایل لدې کبله کاوه چې د پلار یې منځنی ګوته نه وه او هغه ته د ډالۍ په خاطر به یې یاد کار کاوه.

بین سټوکس د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې یو بهترین الراونډر شمیرل کیږي.

نوموړی هغه لوبغاړی دی چې په ۲۰۱۶ کال نړیوال شل اوریز جام پایلوبه کې ویسټ انډیزي کرلوس براتویټ څلور شپږیزې پرې ووهلې او د انګلستان څخه یې ګټلي لوبه وګټله او ویسټ انډیز د نړیوال جام اتل شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ