ویراټ کوهلي: نتراجن به نړیوال جام کې زمونږ لپاره ستره سرمایه وي | خبریال

ویراټ کوهلي: نتراجن به نړیوال جام کې زمونږ لپاره ستره سرمایه وي

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي پخپلو وروستیو څرګندونو کې د هندي چپ لاسي توپ اچونکي نتراجن ستاینه وکړه او نوموړي وویل چې هغه به په راتلونکي نړیوال شل اوریز جام کې د هغوی لپاره یوه ستره هستي یا سرمایه وي.

نتراجن د اسټرالیا خلاف روان سیریز کې چې لومړی نړیوال سیریز یې وو،د بومرا او محمد شامي په نه شتون کې یې د هغوی تشه ډکه کړه او په زړه پورې توپ اچونه یې ترسره کړه.

نوموړي په څلورو لوبو کې اته ویکټې ترلاسه کړې او د هند لوبډلې په بریاوو کې یې مهم رول ادا کړ.

ویراټ کوهلي وویل: ((نوموړي فقط څو نړیوالې لوبې وکړې،خو نوموړی ډير ښه پکې وځلیده،هغه ډير زحمت کښ انسان دی او هغه چې کوم کار کوي په هغه باوري وي.راتلونکی نړیوال شل اوریز جام چې په اکتوبر میاشت کې دی،که چیرې نوموړی همدا فوم همداسې جاري وساتي،نور به هم پیاوړی شي،کیڼ لاسی توپ اچونکی د هرې لوبډلې لپاره یوه هستي وي.))

هند کرکټ لوبډلې د اسټرالیا خلاف وروستۍ شل اوریزه لوبه په ۱۲ منډو توپیر بایلوده،خو سیریز یې له اسټرالیاوۍ لوبډلې څخه (۲-۱) سره وګاټه.

کوهلي وویل،سره ددې چې له دوی سره تجربه کاره لوبغاړي لکه روهیت شرما،جسپرټ بومرا او محمد شامي هم شتون نه درلوده،خو د دوی لوبډلې د اسټرالیا په وړاندې ښکلي لوبې ترسره کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ