د سام کرن او ټام کرن دریم ورور کرکټ ته راځي | خبریال

د سام کرن او ټام کرن دریم ورور کرکټ ته راځي

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې دوه وروڼه لوبغاړي ټام کرن او سام کرن چې په نړیوال کرکټ کې ځلیدلو ته یې دوام ورکړی،اوس یې دریم ورور بین کرن هم کرکټ ته مخه کړه او نوموړی د زمبابوې فرسټ کلاس سيالیو کې د لوبیدو لپاره چمتوالی نیسي.

ټام کرن او سام کرن د کرکټ کیریر یې د انګلستان کورنیو لوبو څخه وکړ او وروسته یې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته لار ومونده،خو دریم ورور بین کرن لار یې جلا ده او نوموړی غواړي چې د کرکټ کیریر پيل له زمبابوې فرسټ کلاس سيالیو څخه وکړي.

۲۴ کلن چپ لاسی بېټسمین بین کرن به په روان فصل د زمبابوې فرسټ کلاس کرکټ سيالیو کې د (سوترن روکس) لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

بین کرن شاید په کرکټ کې نوی پل ږدي،خو نوموړی د زمبابوې لپاره نوی نه دی،ځکه چې هغه او د هغه دوه نور وروڼه سام کرن او ټام کرن هم په زمبابوې هیواد کې زیږدلي او د دوی پلار کېون کرن د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې هم ترسره کړي دي.

کېون کرن د ۱۹۸۳ کال نه تر ۱۹۸۷ ميلادي کال پورې د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې لپاره یوولس یو ورځنۍ لوبې کړي دي او په ۲۰۱۲ کال کې د زړه حملې له کبله مړ شو.

د سام کرن،ټام کرن او بین کرن نیکه هم یو کرکټر و او نوموړي د زمبابوې روډسيا لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي وې.

دا کرنز وروڼه په ۲۰۰۴ کال کې له زمبابوې څخه انګلستان ته لاړل او هلته یې په ډومسټیک سیالیو کې لوبې ترسره کړې او بالاخره یې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ته لار ومونده،یاده دې وي چې یادو وروڼو تراوسه داسې خرابې لوبې د انګلستان لپاره ندي ترسره کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ