ایرلینډ د افغانستان او اماراتو په وړاندې سیالیو ته لوبډله اعلان کړه | خبریال

ایرلینډ د افغانستان او اماراتو په وړاندې سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

کریکبال وېبپاڼه- ایرلینډ کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او همداشان د اماراتو په وړاندې سیالیو ته ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د ایرلینډ کرکټ بورډ لخوا په اعلان شوي شپاړلس کسیزه لوبډله کې زیاتره ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی او ځینې تجربه کاره لوبغاړي پکې شتون نه لري.

ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي ګرام فورډ وویل،سره ددې چې ۲۰۲۰ کال د دوی لپاره یو سخت کال وو،خو بیا یې هم وکولای شول چې دوولس لوبې پکې ترسره کړي.

د نوموړي په وینا دوی پدې وتوانیدل چې د نړیوال جام اتلې انګلستانۍ لوبډلې ته هم ماتي ورکړي.

ګرام فورډ په وینا دوی د افغانستان او اماراتو په وړاندې سیریزونو ته بشپړ چمتوالۍ لري.نوموړي هیله څرګنده کړه چې په یادو سیریزونو کې به یې له لوبډله ښه ځلیږي.

د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ د یو ورځنیو لوبو یاد لیګ سیالۍ د (ورلډ کپ سوپر لیګ) برخه دي،چې له مخې یې ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته د لار موندنې په موخه ترسره کیږي.

ورلډ کپ سوپر لیګ پړاو کې ۱۳ لوبډلې ګډون لري چې ۱۲ یې پول ممبر دي.

نیدرلینډ یا هالینډ ۱۳مه لوبډله وه چې د ۲۰۱۵-۲۰۱۷ پیل شوي (ورلډ کرکټ لیګ) سیالیو اتلوالۍ په ګټلو یې (ورلډ کپ سوپر لیګ) پړاو ته لار ومونده.

هره لوبډله به د دوولسو دغو مخالفو لوبډلو څخه د اتو لوبډلو په وړاندې، څلور سیریزونه به پخپل کوربتوب او څلور سیریزونه به د خپل هیواد څخه بهر ترسره کوي.

هر سیریز له درې یو ورځنیو لوبو تشکیل دی.

د یاد لیګ څخه اوه مخکښې لوبډله به مستقیما د هند په کوربتوب ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته لار ومومي او پاتي پنځه لوبډلې به د دوهمې درجې نورو پنځو لوبډلو سره کوالیفای روانډ ترسره کړي،چې دوه مخکښې لوبډلې به ترې پایلوبې ته لار ومومي.

ټاکل شوي چې د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ لومړی پنځوس اوریزه سیالي به د جنوري په ۱۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ ابوظبۍ ښار کې ترسره شي.

دوهمه سیالي به هم په همدې ښار کې د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

دریمه او وروستۍ سیالي به د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د شنبې په ورځ ترسره شي.

د ایرلینډ لخوا نومول شوي ۱۶ کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

اندریو بلبراني (کپتان)،مارک اډئر،کورټیس کمپر،ډیویډ ډېلني،ګرېت ډېلني،جوش لېټل،اندریو مکبراین،بېري مکارتي،جېمز مکالم،کېون او براین،نېل روک،سیمي سینګ،پال سټرلینګ،هېري ټکټر،لورکن ټاکر،کریګ یانګ.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ