۲۰۲۲ کال ای پي ایل کې به لس لوبډلې شتون ولري | خبریال

۲۰۲۲ کال ای پي ایل کې به لس لوبډلې شتون ولري

کریکبال وېبپاڼه- هند کرکټ بورډ یا بي سي سي ای تیره ورځ پخپله ۸۹مه کلنۍ عمومي ناسته کې له ۲۰۲۲ کال څخه په ای پي ایل کې د لسو لوبډلو منظوري ورکړه.

په یاده کلنۍ عمومي ناسته کې پدې موافقه وشوه،چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل موسم سیالۍ به پخواني حالت وي او ۸ لوبډلې به پکې ګډون ولري،خو د ۲۰۲۰ کال اي پي ایل موسم کې به د یادو لوبډلو شمیر ۱۰ لوبډلو ته وغځیږي.

تراوسه ښکاره نده چې دغه نوي لوبډلې به له کومو آیالتونو څخه وي،خو د ای پي ایل اداره کوونکي څانګې د معلوماتو له مخې چې نوي لوبډلې به د هغو آیالتونو څخه وي چې اوسنیو لوبډلو کې شتون ونلري.

زیات احتمال دا دی چې یادې دوې نوي لوبډلې به یا له کارنټکا،ویسټ بنګال،تامیل نادو او یا هم د هند د یو بل آیالت څخه به وي.

د بي سي سي ای لخوا په یاد عمومي ناسته کې د ای پي ایل موضوعاتو ترڅنګ د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام په اړه چې کوربتوب یې هند په غاړه لري،خبرې اترې وشوې.

ددې ترڅنګ په ۲۰۲۸ کال المپیکي سیالیو کې د کرکټ ګډولو په اړه بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې ای پي ایل د نړۍ تر ټولو زیات شهرت لرونکی لیګ شمیرل کیږي او د زیاتره لوبغاړو لپاره په یاد لیګ کې لوبې ترسره کول د یو خوب په څیر وي.

په یاد لیګ کې تراوسه درې افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ،راشدخان او محمد نبي عیسی خېل لوبیدلي،چې ښې لوبې یې پکې کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ