راتلونکي میاشت د ایرلینډ سربیره د زمبابوې سره د (FTP) سیالیو امکان! | خبریال

راتلونکي میاشت د ایرلینډ سربیره د زمبابوې سره د (FTP) سیالیو امکان!

کریکبال وېبپاڼه- د زمبابوې کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې راتلونکي میاشت د جنورۍ له ۴مې نېټې څخه په یاد هیواد کې د کرکټ سیالۍ پیلوي،چې ورسره به د کرونا له کبله داخلي ځنډول شوي ولایتي لوګن کپ سیالۍ هم پیل کړي.

د زمبابوې کرکټ بورډ په وینا له یادو ولایتي سیالیو څخه به غوره لوبغاړي د افغانستان په وړاندې (FTP) سیالیو لپاره انتخاب کړي.

د زمبابوې او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا لخوا ورکړل شوي (FTP) سیالۍ د مهال ویش له مخې د (فبرورۍ-مارچ) ترمنځ ترسره کیدونکي دي.خو زمبابوې کرکټ بورډ وایي،دوی به له افغانستان کرکټ بورډ سره په همغږۍ یادې سیالۍ راتلونکي جنورۍ میاشتې ته را وړاندې کړي.

که څه هم د یادو سیالیو دقیقه نېټه نده په ګوته شوي،خو ویل کیږي چې یادې سیالۍ به د راتلونکي جنورۍ میاشتې په وروستیو کې ترسره شي.

د (FTP) یا د راتلونکو سفرونو سیالیو د پروګرام له مخې د یادو سیالیو کوربتوب حق د افغانستان دی او په پام کې وه چې د هند په کوربتوب به ترسره شوي وای،خو په هند کې د کرونا ویروس له کبله یادې سیالۍ ناشوني دي او ممکن یادې سیالۍ په اماراتو او یا هم پخپله زمبابوې هیواد کې ترسره شي.

د ایف ټي پي سیالیو له مخې افغانستان د زمبابوې سره دوه ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې لري.داسې امکان شته دی چې دواړو لوبډلو ترمنځ به د دوو ټیسټ لوبو په ځای یوازې یوه ټیسټ لوبه ترسره شي.

تراوسه افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې سره د (FTP) سیالیو په را وړاندې کیدو څه ندي ویلي.

افغانستان د (FTP)سیالیو له مخې راتلونکي ۲۰۲۱ کال جنورۍ میاشت کې له ایرلینډ کرکټ لوبډلې سره په اماراتو کې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې لري.یادې سیالۍ به د جنورۍ له ۱۸مې پیل چې د جنورۍ تر ۲۳مې به دوام وکړي.

خو دا چې اماراتو هیواد د کرونا له کبله په هوایي پروازونو محدودیتونه لګولي،تراوسه ښکاره نده چې یادې سیالۍ به پخپل وخت ترسره شي او که یه!

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ