هند: په ۲۰۲۰ کال کې زیاتې پیسې ترلاسه کوونکی لوبغاړی! | خبریال

هند: په ۲۰۲۰ کال کې زیاتې پیسې ترلاسه کوونکی لوبغاړی!

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ بورډ لخوا په ۲۰۲۰ کال کې د معاش له اړخه تر ټولو زیات معاش ترلاسه کوونکی لوبغاړی جسپرټ بومرا ونومول شو،نوموړی هندی کپتان ویراټ کوهلي شاته پريښود او لومړی مقام یې خپل کړ.

بومرا په ۲۰۲۰ کال کې ۴ ټیسټ، ۹ یو ورځنۍ او ۸ شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

د هند کرکټ بورډ لخوا په هره ټیسټ لوبه خپل لوبغاړي ته ۱۵ لکه هندۍ کلدارې،په هره یو ورځنۍ لوبه ۶ لکه هندۍ کلدارې او په هره شل اوریزه لوبه ۳ لکه پیسې ورکول کیږي.

په همدې اساس په ۲۰۲۰ کال کې د لوبو له پلوه جسپرټ بومرا (یو اعشاریه ۸ کروړه) پیسې ترلاسه کړې او د هند کرکټ بورډ لخوا پدې کال کې تر ټولو زیات معاش ترلاسه کوونکی لوبغاړی اعلان شو.

پدې پیسو کې د نوموړي قرارداد پیسې ندي شاملې. د مثال په توګه نوموړي د ۲۰۱۹- ۲۰۲۰ کال پورې نوموړي قرارداد فیس ۷ کروړه وو.

له بلې خوا ویراټ کوهلي بیا په ۲۰۲۰ کال کې ۳ ټیسټ، ۹ یو ورځنۍ او ۱۰ شل اوریزې لوبې کړي،چې په همدې اساس یې د سیالیو فیس یا معاش (یو اعشاریه ۲۹ کروړه) وو.

ویراټ کوهلي د اسټرالیا خلاف په روانه دوهمه ټیسټ لوبه کې د خپل اولاد د پیدا کیدو له کبله شتون نه لري.که چیرې نوموړي دوهمه ټیسټ لوبه لوبولي وای،د نوموړي سیالیو ټوا فیس یا معاش به (۱ اعشاریه ۴۴ کروړه) هندۍ کلدارې وای.

د بومرا او ویراټ کوهلي وروسته د هند کرکټ بورډ لخوا د کال زیاتو پیسو ترلاسه کوونکو لوبغاړو په لیست کې رویندرا جیدېجا دی،چې دریم مقام یې خپل کړی دی.

نوموړي په همدې کال کې ۲ ټیسټ، ۹ یو ورځنۍ او ۴ شل اوریزې لوبې کړي،چې د ټولو لوبو په اساس د نوموړي معاش یا فیس په ۲۰۲۰ کال کې ۹۶ لکه هندۍ کلدارې وو.

د هند کرکټ ملي لوبډلې ستوری اوپنر لوبغاړی بیا ددې لیست په ۵ ټاپ معاش ترلاسه کوونکو لوبغاړو لیست کې ځای نه لري.نوموړي د فېټنیس ستونزو له کبله په همدې کال کې یوازې ۳ یو ورځنۍ او ۴ شل اوریزې لوبې کړي او معاش یې ۳۰ لکه وو.

د روهیت شرما وړاندې په همدې لیست کې اجینکیا رهاني او رشاب پنټ مخکیوالی لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ