سریلانکا: د ۲۰۲۱ لپاره د لوبو د مهال ویش اعلان | خبریال

سریلانکا: د ۲۰۲۱ لپاره د لوبو د مهال ویش اعلان

کریکبال وېبپاڼه- سریلانکا کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال پر مهال د لوبډلو سره د ترسره کیدونکو سیالیو مصروف مهال ویش اعلان کړ چې له مخې به یې یاده لوبډله په لومړي ځل د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره پخپل کوربتوب ټیسټ لوبه هم ترسره کړي.

افغانستان او ایرلینډ په یوه وخت د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټیسټ سیالیو امتیاز ترلاسه کړئ،خو د افغانستان په پرتله د یاد هیواد کرکټ بورډ د منظم پلان له مخې خپلې لوبډلې ته، تر خپلې وسې د سترو لوبډلو په وړاندې د زیاتو سیالیو چانس برابر کړئ.

خو له بل خوا یې سیال افغانستان یوازې د کرکټ نړیوالې شورا (FTP) سیالیو ته انتظار باسي.

د (FTP) سیالیو له مخې ټاکل شوي ده چې افغانستان به د ۲۰۲۱ کال د جولای-اګسټ ترمنځ درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې له کوربه سریلانکا سره ترسره کړي.

خو د سریلانکا کرکټ بورډ لخوا د ۲۰۲۱ کال لپاره اعلان شوي مهال ویش کې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ لوبې نومبر میاشت ښودل شوې،دا هغه نېټه ده چې افغانستان کرکټ بورډ له اسټرالیا سره د ټیسټ لوبې خبر ورکړی پکې ورکړی دی.

د سریلانکا کرکټ بورډ لخوا اعلان شوي مهال ویش له مخې به سریلانکایۍ لوبډله ټولې په ۲۰۲۱ کال کې ټولې ۸ ټیسټ، ۱۵ یو ورځنۍ او ۱۲ شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

سریلانکايۍ لوبډلې د ۲۰۲۱ کال د لوبو مهال ویش:

جنورۍ: انګلستان په وړاندې ۲ ټیسټ لوبې پخپل کوربتوب ترسره کوي.

فبروري-مارچ: ویسټ انډیز په لوري دوره کوي چې ۲ ټیسټ، ۳ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې لوبې به وکړي.

مارچ-اپریل: پخپل کوربتوب له بنګله دېش سره درې ټیسټ لوبې ترسره کوي.

مۍ: ایرلینډ سره یوه ټیسټ لوبه پخپل کوربتوب لري.

مۍ-جون: بنګله دېش ته د ۳ یو ورځنیو لوبو لپاره سفر لري.

جون: اشیا کپ سیالیو کوربتوب په غاړه لري.

جون-جولای: انګلستان ته د ۳ یو ورځنیو لوبو لپاره سفر لري.

جولای: د هند په وړاندې د ۳ شل اوریزو لوبو کوربتوب لري.

جولای- اګسټ: دوهم پړاو (ایل پي ایل) کوربتوب لري.

اګسټ-سپټمبر: د سویلي افریقا په وړاندې د ۳ یو ورځنیو او ۳ شل اوریزو لوبو کوربتوب لري.

سپټمبر-اکتوبر: سکاټلینډ په وړاندې د ۳ شل اوریزو لوبو کوربتوب لري.

اکتوبر-نومبر: د هند په کوربتوب نړیوال شل اوریز جام کې برخه اخلي.

نومبر-دسمبر: افغانستان په وړاندې د ۳ یو ورځنیو لوبو کوربتوب په غاړه لري.

دسمبر: په لومړي ځل لس اوریزه لیګ پیلوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ