زمبابوې کرکټ بورډ د افغانستان سیالیو ته اجازې غواړي | خبریال

زمبابوې کرکټ بورډ د افغانستان سیالیو ته اجازې غواړي

کریکبال وېبپاڼه- زمبابوې کرکټ بورډ له خپل حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان په وړاندې د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو سیالیو ته د چمتوالي لپاره اجازه ورکړي.

تیره اوونۍ د زمبابوې حکومت د کرونا د پيښو په زیاتیدو سره په یاد هیواد کې (لاک ډاون) یا ګرځبندیز اعلان کړ چې ورسره په یاد هیواد کې د نورو فعالیتونو ترڅنګ د کرکټ په فعالیتونو هم تر نامعلومې مودې بندیز ولګید.

تیره ورځ د زمبابوې کرکټ بورډ اداري ډایریکټر ګیومور مکني هیله مندي وښوده،چې د افغانستان په وړاندې سیالیو ته د چمتوالي لپاره به له حکومت څخه اجازه ترلاسه کوي.

هغه وویل:” مونږ ددغو سیالیو لپاره د چمتوالي په درشل کې یو.مونږ لدې وړاندې هم د کرونایي خوندي چاپیریال مطابق د سیالیو لپاره اماده ګۍ او سیالۍ هم ترسره کړي دي،نو مونږ اوس هم د پخوا په څیر غواړو چې د یادو قوانینو سره سم ددغو سیالیو لپاره هم چمتوالۍ پیل کړو او په همدې برخه کې به مونږ له خپل حکومت څخه د اجازې ترلاسه کولو غوښتنه کوو.”

“د تیرو سیالیو لپاره چې مونږ کوم تنظمیات نیولي وو،د هغې څخه حکومت هم راضي وو.مګر د تیرو څو اوونیو راهیسې دلته کرونا ویروس زور کړئ او مونږ هم مجبور شو چې داخلي کرکټ سیالۍ چې جنورۍ کې به پیل شوي وای په ټپه ودرولې.مونږ به یو ځل بیا حکومت ته اپلی کوو چې ملي لوبډلې ته د تمریناتو او همداشان بهر سفر اجازه ورکړي.مونږ هیله مند یو چې یادې سیالۍ به ترسره کیږي.”

په ورته وخت کې د زمبابوې فوټبال ادارې هم له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د افریقا ملي اتلوالۍ جام سیالیو کې د زمبابوې فوټبال ملي لوبډلې ته د برخې اخیستو اجازه ورکړي.

د ایف ټي پي سیالیو مهال ویش له مخې مخې ټاکل شوي چې وه چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ دغه سیالۍ به نومبر میاشت کې د افغانستان په کوربتوب په هند هیواد کې ترسره شوي وای،خو په هند کې د کرونا له کبله یادې سیالۍ په پام کې دي چې عربي اماراتو او یا هم په عمان هیواد کې ترسره شي.

عمان هم تیره ورځ خبر ورکړی وو چې دوی به په لومړي ځل د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټیسټ لوبو کوربتوب ترسره کړي.تراوسه افغانستان کرکټ بورډ پدې اړه څه ندي ویلي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ