زمونږ لپاره به ستر یادګاري سیریز وي | خبریال

زمونږ لپاره به ستر یادګاري سیریز وي

کریکبال وېبپاڼه- د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې مرستیال کپتان پال سټرلینګ سر له اوسه د افغانستان سیریز خپل هدف وګرځوه او هیله یې ښودلې چې یاد سیریز کې به افغانستان په ګونډو کوي.

پال سټرلینګ چې د پنځه میاشتې ځنډ وروسته کرکټ ته راستون شو،په تیرو سیالیو کې یې پرلپسې نیمه سلیزې ووهلې.په هر حال نوموړی پدې پوهیږي چې ایرلینډ لوبډلې ته د سیریز ګټل خورا اهمیت لري.

“یقینا چې مونږ په پنځوس اوریز پارمټ کې همیشه د دوی په وړاندې ښې لوبې کړي دي او د شل اوریزو لوبو پارمټ په نسبت، همدې پارمټ کې مونږ برلاسي یو.”

“که چیرې مونږ دوی ته پدې سیریز کې (۱-۲) او یا هم درې په صفر سره ماتي ورکړو،زمونږ لپاره به دغه سیریز د یوې سترې لوبډلې په وړاندې له یادګارونو ډک سیریز وي او که چیرې مونږ مات شوو،دا به د ناهیلیو ډک سیریز وي.”

د ایرلینډ لپاره به پدې سیریز کې تر ټولو ستر خنډ راشدخان وي،خو سټرلینګ وایي،لدې وړاندې سیریزونو کې هم د هغه په وړاندې بریالی شوی دی.

“اساسي او مهم شئ دا دی چې په کوم څه باندې د پرکټس کړی وي،هڅه باید وشي چې هغه اجرأ شي.”

” د ورلډ کلاس یا بهترینو توپ اچوونکو سره یو شئ شته،هغه دا چې په کوم ځای کې او هر وخت چې د ستاسو په وړاندې ښه ځلیدلي وي،هغه نقطې په نظر کې نیسي او بیا ځلې مخ کیدو کې یې بیا هم کاروي.زه عموما د توپ اچوونکي د توپ اکشن په هوا کې څارم.د راشدخان د توپ اچونې اکشن ډیر چټک دی.خلکو ته د هغه اکشن چې کله یې ورو کړي آسان ښکاري،مګر داسې نده او هغه یو ستوزمن توپ اچونکی دی.”

له سټرلینګ څخه پوښتنه وشوه،چې په لوبډله کې یې نورو ځوانو لوبغاړو ته لکه ټکټر او ډېلني ته چې په لومړي ځل به راشدخان سره مخ شي،مشوره څه ده؟

هغه وویل:” زما په نظر مهمه دا ده چې هغوی خپله ذاتي لوبه وکړي.نوموړی یو بهترین توپ اچونکی دی.مګر د توپ وهونکو په توګه مونږ له راشدخان سره نه لوبیږو،بلکې د هغه د بالینګ په وړاندې لوبیږو.پنځوس اوریزې لوبې هر چاته دا چانس ورکوي چې خپل ځان پکې وویني او پدې کې باید دوی تر فشار لاندې رانشي چې ولې یې د هغه په وړاندې منډې جوړې نه کړې.مونږ باید یو بل توپ اچوونکی په نښه کړو.”

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د ورلډ کپ سوپر لیګ پړاو ته د لار موندنې درې یو ورځنيو سیالیو لومړی لوبه د پنجشنبې په ورځ په اماراتو کې ترسره شي.

ورلډ کپ سوپر لیګ پړاو سیالۍ د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په لاره اچول شوي دي،چې موخه یې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د لار موندلو په معنا دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ