شعیب اختر: خپلې دندې وپیژنئ یا استعفاء ورکړئ! | خبریال

شعیب اختر: خپلې دندې وپیژنئ یا استعفاء ورکړئ!

کریکبال وېبپاڼه-د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شعیب اختر پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي،که چيرې پاکستانۍ لوبډله د سويلي افریقا خلاف په سیریز ګټلو کې پاتي راشي،بیا بله د حل لاره نشته او د لوبډلې ټول منجمینټ باید له دندو وشړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې پداسې مهال کړي چې پاکستان لوبډلې پخپل کوربتوب نن د سويلي افریقا خلاف لومړی ټیسټ لوبه پیل کړه.

((دا ډير مهم سيریز دی،روزونکو ټولو ډله په ډرسینګ روم کې د لوبغاړو سره یو ځای ناست وي او هر څه څاري.که چیرې بیا هم پایله د پاکستان په ګټه تمامه نشي،بیا مهمه دا ده چې دوی له دندو لیرې کړل شي.))

((پدې هیله چې پاکستان د سويلي افریقا په وړاندې سیریز کې بریا خپله کړي.خو فکر نه کوم چې پاکستان لپاره به ددغه سیریز ګټل آسان وي،ځکه چې سويلي افریقا پیاوړي لوبډله ده او هیڅ معلومات یې نه کيږي.))

پاکستان د سويلٍي افرٍيقا سره د سيریز وړاندې نیوزیلینډ ته دوره کړي وه،چې د نیوزیلینډ لخوا له سختو ماتو سره مخ شوه.

هیره دې نه وي چې پاکستان اوسمهال د سويلي افریقا لوبډلې سره د سيالیو لړۍ پیل کړه او د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه ټيسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ