سبا نه بل سبا لس اوریزه لیګ پیلیږي | خبریال

سبا نه بل سبا لس اوریزه لیګ پیلیږي

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبۍ په کوربتوب څلورم پړاو لس اوریزه لیګ سيالۍ سبا نه بل سبا رسما پیلیږي،چې د نړۍ مشهورو لوبغاړو ترڅنګ پکې د افغانستان ځوانان هم لوبیږي.

د ياد لیګ د پیل وړاندې د اماراتو کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان روښان مصطفی وایي،خپلې لوبډلې لپاره به داسې سيالۍ وکړي چې تر اتلوالۍ یې وراسوي.

نوموړی وايي،لس اوریزه سيالۍ تر ټولو چټک پارمټ سيالۍ دي،دا پدې معنا چې مونږ هم باید هر څه په چټکۍ سره وکړو.

((بې له شکه چې لس اوریزه سيالۍ چټکې سیالۍ دي،له همدې کبله د هر څه په اړه که بیټينک وي یا بالینګ د هغې په اړه چټکې پریکړې هم وکړو.))

((د ابوظبی لوبډلې مننه کوم چې په ما یې اعتماد او باور وکړ چې لوبډله کې یې ځای راکړ.زه تیر کال د انګلستاني لوک رایټ سره یو ځای لوبیدم او په ډيرو اړخونو مو خبرې سره کړي او نن هم دا موخه لرو چې پدې ټورنمینټ کې مخکې تګ وکړو.))

لس اوریزه لیګ سيالۍ به د جنورۍ په ۲۸مه پيل چې د فبرورۍ تر ۶مې نيټې به دوام وکړي.په لومړی ورځ به درې سيالۍ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ