افغانستان،ایرلینډ ته ۲۶۷ منډو هدف ورکړ | خبریال

افغانستان،ایرلینډ ته ۲۶۷ منډو هدف ورکړ

کریکبال وېبپاڼه- افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د سیریز په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې افغانستان یو دفاع کوونکی هدف ایرلینډ لوبډلې ته ورکړ.

که څه هم د تیرو دوو لوبو په پرتله افغانستان ښه پیل نه درلوده او منځني توپ وهونکي یو ځل بیا د ملګرتیا په جوړولو کې ناکامه راغلل،خو په وروستۍ برخه کې د راشدخان د یو په زړه پورې او یرغلي بیټینګ په مټ ایرلینډ لوبډلې ته د ۲۶۷ منډو هدف ورکړ.

ایرلینډ لوبډلې کپتان بلبرایني د ټاس په ګټلو سره لومړی افغانستان توپ وهنې ته را دعوت کړ.

افغان کرکټ لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۶۶ منډې جوړې کړې.

 د افغانستان له لوري یو لوبغاړی هم پدې ونه توانیده چې نیمه سلیزه بشپړه کړي،یوازې راشدخان وو چې تر ټولو ډيرې منډې یې جوړې کړې.

نوموړي ۴۰ بالونه ولوبول او د ۳ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مټ یې ټولې ۴۸ چټکې منډې جوړې کړې.

په نورو توپ وهونکو کې رحمن الله ګربز (۲۲)،جاوید احمدي (۱۹)،رحمت شاه (۲)،حشمت الله شهیدي (۱۰)،اصغر افغان (۴۱)،محمد نبي (۳۲)،ګلبدین (۳۶)،مجیب (۱۸) او نوین (۱۰) ناسوځيدلي منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لخوا په توپ اچونه کې کریک یانګ او سمي سينګ (۳-۳)،ټکټر،مکبراین او جوش لېټل (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې د پيل لومړی دوه لوبې افغانستان په ښه توپير له ایرلینډ لوبډلې څخه ګټلي دي.

لومړی لوبه کې رحمن الله ګربز او دوهمه لوبه کې رحمت شاه زرمتي سلیزې وهلي وې.د ایرلینډ لخوا په دوهمه لوبه کې پال سټرلینګ سلیزه جوړه کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ