پال سټرلینګ د پورټرفیلډ ریکارډ مات کړ | خبریال

پال سټرلینګ د پورټرفیلډ ریکارډ مات کړ

کریکبال وېبپاڼه- د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې بریدګر اوپنر لوبغاړي پال سټرلینګ د خپلې لوبډلې پخواني لوبغاړي او کپتان ویلیم پورټرفیلډ د زیاتو سلیزه ریکارډ مات کړ او نوموړی لومړی ایرلینډی لوبغاړی شو چې د خپل هیواد لپاره په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو ډیرې دوولس سلیزې جوړوي.

لدې وړاندې د ایرلینډ لپاره د زیاتو سلیزو جوړولو ریکارډ د ویلیم فورټرفیلډ سره وو،چې په ۱۳۹ لوبو کې یې ۱۱ سلیزې جوړې کړي وې.

پال سټرلینګ لدې وړاندې د ویلیم پورټرفیلډ د زیاتو سلیزو ریکارډ د افغانستان خلاف په دوهمه لوبه کې برابر کړی وو.

نوموړي په یاده لوبه کې د ۱۲ څلوریزو او ۴ شپږیزو په مرسته په ۱۳۲ توپونو ۱۲۸ منډې جوړې کړي وې.خو لوبه افغانستان د رحمت شاه زرمتي د ۱۰۳ ناسوځیدلو منډو په مټ په آسانۍ ترلاسه کړی وو.

د یادونې وړ ده چې پال سټرلینګ دا دوهمه پرلپسې سلیزه وه چې د افغانستان خلاف یې جوړوي.نوموړي همداشان په تیرو شپږو اننګزونو کې څلورمه سلیزه وه چې نوموړی یې ترلاسه کوي.

د ایرلینډ لپاره د پال سټرلینګ وروسته زیاتې سلیزې پورټرفیلډ (۱۱) او بلبرایني (۶) جوړې کړي دي.

افغانستان په ننۍ دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۲۶۷ منډو هدف ورکړئ او ایرلینډ لوبډله د یاد هدف پوره کولو په لوري روانه ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ