اجیت اګرکر:په مکسویل به تر ۱۰ کروړه بولي بیا هم وشي | خبریال

اجیت اګرکر:په مکسویل به تر ۱۰ کروړه بولي بیا هم وشي

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر او اوسنی د کرکټ مبصر اجیت اګرکر پدې باور دی او ډاډ یې ښودلی،سره ددې چې ګلین مکسویل په تیر پړاو ای پي ایل سیالیو نیلامۍ کې په (۱۰ اعشاریه ۷۵) کروړه هندۍ کلدارې د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لخوا اخیستل شوی وو.خو د هغه لوړې بیې ته په کتلو سره نوموړي هغه شان لوبې ترسره نه کړې،لکه څرنګه چې کینکز الیون پنجاب لوبډلې له هغه تمه درلوده.

ګلین مکسویل په تیر پړاو ای پي ایل سیالیو په ۱۳ لوبو کې یوازې ۱۰۸ منډې جوړې کړي وې،چې هغه مهال پرې د کرکټ مینه والو لخوا سختې نیوکې هم وشوې.

بو له هغوی څخه د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی اوپنر یا پیلییز لوبغاړی ورینډر سیواک وو،چې ښکاره یې په مکسویل نیوکې کولې.

په تیر پړاو کې د ښه فوم نه ښودلو له کبله کینکز الیون پنجاب لوبډله اړه شوه چې د ګلین مکسویل او مجیب په ګډون ۹ لوبغاړي رخصت کړي.

په هر حال د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی اجیت اګرکر وایي،مکسویل به اوس هم د ای پي ایل لوبډلو لپاره یو مهم لوبغاړي وي او شاید تر “لس” کروړه په زیاتو پیسو بیا هم واخیستل شي.

“څوک پوهیږي،شاید بیا هم تر لس کروړه په زیاتو پیسو واخیستل شي.”

د معلوماتو له مخې د ۱۴م پړاو ای پي ایل سیالیو لپاره به د لوبغاړو نیلامي راتلوونکي فبرورۍ په شلمه نېټه ترسره شي.خو دا ځلې به ددې نیلامۍ پړاو لنډ او کم لوبغاړي به پکې جذب شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ