افغانستان په لومړي ځل کلین سويپ سره سیریز وګاټه | خبریال

افغانستان په لومړي ځل کلین سويپ سره سیریز وګاټه

کریکبال وېبپاڼه- افغانستان د ۲۰۲۱ کال د سیریزونو پیل له ایرلینډۍ لوبډلې وکړ او یادې لوبډلې ته یې پخپل کوربتوب د ورلډ کپ کرکټ سیریزونو په لړۍ کې (0-3) سخته ماتي ورکړه او یوه لوبه هم ایرلینډ ونه ګټله.

د سیریز د پیل وړاندې ایرلینډ لوبډلې کپتان اندریو بلبرایني پخپلو خبرو کې ویلي وو،چې دوی په یو ورځنیو لوبو کې پر افغانستان برلاسي دي او دوی ته به ماتي ورکوي،خو ددغه سیریز په کلین سويپ ګټلو سره افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ثابته کړه چې دوی د شل اوریزو لوبو ترڅنګ په یو ورځنیو لوبو کې هم سترې بریاوې ترلاسه کولای شي.

ایرلینډ لوبډلې کپتان په ننۍ لوبه کې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنې وار افغانستان ته ورکړ.

افغانستان د راشدخان د (۴۸) او اصغر افغان د (۴۱) منډو په مټ په ټاکلو پنځوس اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو (۲۶۶) منډې جوړې کړې او ایرلینډ لوبډلې ته یې د (۲۶۷) منډو هدف وټاکه.

د ایرلینډ لوبډلې لخوا په توپ اچونه کې سمي سینګ او کریک یانګ (۳-۳) او نورو توپ اچوونکو (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د یاد هدف په مقابل کې ایرلینډ کرکټ لوبډلې توپ وهونکو په ځانګړي توګه پال سټرلینک ښه پیل ورکړ او نوموړي لوبه په بشپړه توګه له افغانستان څخه د ځان په لوري تاو کړه.خو د سټرلینګ سره د خپلې لوبډلې نورو لوبغاړو ملاتړ ونکړ او کله چې نوموړی په ۳۷م اور کې د مجیب الرحمان لخوا بولډ اوټ شو،بیا هم په هر اور کې “رن رېټ” د شپږو څخه ټیټ وو او ایرلینډ کولای شول چې په اسانۍ له افغانستان لوبه وګټي،خو راشدخان توپاني توپ اچونې ایرلینډي لوبغاړو ته وخت ورنکړ چې په ویشتنځای پاتي شي او ایرلینډ ټوله لوبډله په ۴۸م اور کې په ۲۳۰ منډو وسوځیده او پدې سره افغانستان په ۳۶ منډو بریا خپله کړه او سیریز یې پخپل نوم کړ.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشدخان ۹ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او ۴ ویکټې یې ترلاسه کړې.

په نورو توپ اچوونکو کې مجیب (۲) او نوین الحق یوه ویکټ ترلاسه کړه.

په ننۍ سیالۍ کې د سیالۍ غوره لوبغاړی راشدخان ونومول شو،چې ۴۸ منډې یې جوړې کړي وې او همداشان یې (۴) ویکټې اخیستي وې.

د سیریز غوره لوبغاړی ایرلینډی پال سټرلینګ ونومول شو چې پرلپسې دوو لوبو کې یې دوه سلیزې جوړې کړي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ