افغانستان راتلوونکي میاشت بل سیریز لري | خبریال

افغانستان راتلوونکي میاشت بل سیریز لري

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز پای ته رسیدلو وروسته به افغانستان راتلوونکي فبرورۍ میاشت کې له زمبابوې سره ترسره کړي.

که څه هم افغانستان کرکټ بورډ تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي،خو زمبابوې کرکټ ملي لوبډله به راتلوونکي میاشت کې د عمان په کوربتوب له زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې سره دوه ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

که څه هم تراوسه د یادو سیالیو په اړه موافقه نده شوي،خو احتمال دا دی چې د راتلوونکي فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې به ترسره شي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په سیالیو کې د پرمختګ خبر له هغې وروسته مخې ته راځي چې د زمبابوې د سپورټ اداري کمېټې ټولو ورزشي څانګو ته نن ورځ د تمریناتو پیلولو رسمي اجازه ورکړه.

په زمبابوې هیواد کې د کرونا ویروس د پیښو په زیاتیدو سره پدې وروستیو کې نوی “لاک ډاون” وضع شوی وو چې ورسره په سپورټي فعالیتونو او تمریناتو هم بندیزونه نصب شوي وو.

د بندیزونو په لیرې کیدو سره اوس د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د سیریز ترسره کیدو ته هم لاره هواره شوه.

لدې وړاندې پاکستان کرکټ بورډ هم افغانستان او زمبابوې کرکټ بورډونو ته وړاندیز کړی وو، چې که چیرې دوی خپل سیریز د پاکستان په کوربتوب ترسره کړي، دوی به ورته د کوربتوب ټولې آسانتیاوې برابرې کړي.

د پاکستان ددغه وړاندیز په اړه دواړو بورډونو تراوسه څه ندي ویلي.

افغانستان په وروستي سیریز کې میلمه ایرلینډ لوبډلې ته په کلین سويپ یا داسې ماتي ورکړه چې مقابلې لوبډلې یوه لوبه هم ترې ونه ګټله.دا لومړی ځل وو چې افغانستان یو سیریز په کلین سويپ سره ګټي.

د یاد سیریز په ګټلو سره افغانستان ۳۰ پوینټونه ترلاسه کړل چې له دوی سره د هند په کوربتوب ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته په لار موندلو کې مرسته کوي.

۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته ۸ هغه لوبډلې چې په جدول کې ټاپ وي،په مستقیمه توګه لار مومي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ