اسټرالیا د نیوزیلینډ او افریقا دورې ته لوبډلې اعلان کړې | خبریال

اسټرالیا د نیوزیلینډ او افریقا دورې ته لوبډلې اعلان کړې

کریکبال وېبپاڼه- اسټرالیا کرکټ بورډ د سویلي افریقا په وړاندې د ټیسټ سیالیو لپاره نوولس کسیزه لوبډله اعلان کړه چې پکې پنځه نویو او ځوانو لوبغاړو ته یې ځای ورکړی.

په اعلان شوي لوبډله کې بیا د یادې لوبډلې ویکټ ساتوونکی لوبغاړی میتو واډ چې د هند خلاف ټیسټ سیالیو کې د لوبډلې سره هم وو،له پامه غورځول شوی او په ځای یې الیکس کېري ته ځای ورکړل شوی دی.

میتو واډ به یوازې ټیسټ سیالیو کې شتون ونه لري،خو نوموړی به د نیوزیلینډ خلاف په شل اوریزو لوبو کې شتون ولري.

اسټرالیا لوبډله په ورته وخت کې دوه سفرونه لري چې د شل اوریزو لوبو لوبډله به یې نیوزیلینډ ته دوره وکړي او د ټیسټ لوبو لوبډله به یې سویلي افریقا ته سفر ولري.

د اسټرالیا شل اوریزو لوبو سکواډ به د اندریو مکډونلډ تر روزونې لاندې وي او د ټیسټ لوبو لوبډله به د مشر روزونکي جسټن لنګر تر روزونې لاندې وي.

ټاکل شوي چې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله به د راتلوونکي فبرورۍ میاشتې په ۲۷مه نېټه د نیوزیلینډ په لوري روان شي او په ورته وخت کې به د ټیسټ لوبډله د درې ټیسټ لوبو لپاره سویلي افریقا ته سفر ولري.

د اسټرالیا لخوا اعلان شوی سکواډونه په لاندې ډول دي:

شل اوریزو لوبو سکواډ: ارون پېنچ (کپتان)،میتو واډ،اشټن اګر،جسن بهرنډروف،مېچل مارش،ګلین مکسویل،بین مکډورمټ،رایلي مدریث،جوش پېليپ،جای رچرډسن،کین رچرډسن،ډنیال سمز،تنویر سنګا،ډي شورټ،مارکس سټونیس،اشټن ټرنر،اندریو ټای،اډم زمپا.

ټیسټ لوبو سکواډ: ټېم پېني (کپتان)،پاټ کمېنز،شین ابیټ،الیکس کېري،کمرون ګرین،مارکس هاریس،جوش هزلووډ،ټریوس هېډ،مویسس هنریکز،مارنوس لوبشګني،نتن لاین،مایکل نسر،جمز پاټېنسن،وېل پاکوسکي،سټیو سمېت،مېچل سټارک،مارک سکېټي،مېچل سویپسن،ډیویډ ورنر.

هیره دې نه وي چې اسټرالیا لوبډله پدې وروستیو کې د هند لخوا دوه په صفر په ګواسکر ټرافي سیالیو کې له سختې ماتي سره مخ شوي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ