ای سي سي د ورلډ ټیسټ چمپیون شيپ پایلوبه وځنډوله | خبریال

ای سي سي د ورلډ ټیسټ چمپیون شيپ پایلوبه وځنډوله

کریکبال وېبپاڼه- کرکټ نړیوالې شورا د ورلډ ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبه د ۲۰۲۱ کال د جون ۱۸مې نېټې ته وځنډوله.

لدې وړاندې په پام کې وه چې د ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبه به د جون په په لسمه نېټه پیل او د جون په ۱۴مه نېټه به پای ته رسیدلي وای،خو د نوي پریکړې له مخې دغه پایلوبه څو ورځې وروسته شوه.

د معلوماتو له مخې کرکټ نړیوالې شورا ځکه د ورلډ ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبه وروسته کړه،چې هند کرکټ بورډ په ۲۰۲۱ کال مۍ او جون میاشت کې د څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالیو کوربتوب لري.

د ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو ځنډول به لوبډلو ته یو وخت هم ورکړي،تر څو د ای پي ایل پای ته رسیدو وروسته لوبغاړي د ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو ته ښه چمتوالی ونیسي.

له بلې خوا به انګلستان لوبډلې ته هم وخت ورکړي،ترڅو د نیوزیلینډ سره د دوو ټیسټ لوبو سیریز برابر کړي.

د انګلستان او نیوزیلینډ ترمنځ به دوو ټیسټ لوبو لومړی لوبه د جون په ۲مه نېټه ترسره شي او دوهمه سیالي به د جون په لسمه نېټه ترسره شي.

د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو په درجه بندۍ کې اوسمهال هندوستان او نیوزیلینډ لوبډلې په ټاپ مقامونو کې دي.خو انګلستان د سریلانکا په وړاندې ټیسټ لوبو کې د بریاوو ترلاسه کولو وروسته څلورم مقام ته پورته شو.

هندوستان د (۷۱ اعشاریه ۷ فیصده او ۴۳۰ پوینټونو) په لرلو سره لومړی او نیوزیلینډ د (۷۰ فیصدۍ او ۴۲۰ پوینټونو) په لرلو سره دویم مقام لري.

هند او انګلستان به راتلوونکي فبرورۍ میاشت کې په څلورو ټیسټ لوبو کې سره مخ شي.اسټرالیا لوبډله به بیا د سويلي افریقا سره په درې ټیسټ لوبو کې مخ شي،نیوزیلینډ بیا ټیسټ لوبې پای ته رسولي او نورې لوبې په مخکې نه لري.

ټاکل شوې چې د ورلډ ټیسټ چمپیون شیپ سیالیو په جدول کې دوه ټاپ او پیاوړې لوبډلې به د یادو سیالیو پایلوبې ته لار ومومي او د دوی ترمنځ به پایلوبه د نوي اعلان شوي نېټې له مخې د جون په اتلسمه نېټه په لارډز لوبغالي کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ