افغانستان ورلډ کپ سوپر لیګ کې له پاکستان وړاندې شو | خبریال

افغانستان ورلډ کپ سوپر لیګ کې له پاکستان وړاندې شو

کریکبال وېبپاڼه- افغانستان د ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته د لارموندنې پړاو له بریا وکړ او یادې لوبډلې د ابوظبی په کوربتوب میلمه ایرلینډ لوبډلې ته د ورلډ کپ سوپر لیګ پړاو سيالیو کې درې په صفر سره ستره ماتي ورکړه.

افغانستان د یادو درې لوبو سر په سر ګټلو سره وکولای شول چې د (۳۰) ارزښتناک پوینټونه هم ترلاسه کړي،یاد پوینټونه د افغانستان سره د هند په کوربتوب د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته په وتلو کې ډيره مرسته کوي.

د کرکټ ورلډ کپ سوپر لیګ سيالیو په تازه اعلان شوي درجه بندۍ کې افغانستان له خپل سيال پاکستان څخه یو مقام پورته شو او څلورم مقام یې خپل کړ.

که څه هم چې د افغانستان پوینټونه له بنګله دېش او انګلستان سره مساوي دي،یادې لوبډلې هم دیرش پوينټونه لري،خو د رن رېټ له لارې د افغانستان څخه وړاندې دي چې په ترتیب سره دوهم او دریم مقامونه لري.

د هند په کوربتوب ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سيالیو ته د غوراوي یا لار موندنې پړاو سيالیو کې د دوولس پول میمبر او یوه نیدرلینډ لوبډله ګډون لري.

نیدرلینډ د ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۱۷ کال پورې د ورلډ کرکټ لیګ چمپیون شيپ سيالیو اتلوالۍ په ترلاسه کولو سره دیارلسمه قطار ته ځان وراسوه.

کرکټ ورلډ کپ سوپر لیګ سيالیو کې ټولو دوولس لوبډلو اته سیریزونه چې څلور پخپل کوربتوب او څلور به له خپل بهر ترسره کوي،ورکړل شوي دي.

هر سيریز له درې پنځوس اوریزو سيالیو تشکیل دی،چې ټولټال ۲۴ د هرې لوبډلې ۲۴ لوبې کیږي.

هرې لوبډلې ته د یوې لوبې په ګټلو سره لس نمرې ورکول کیږي او که چیرې لوبه مساوي او یا هم بې پایلې شي،بیا پنځه نمرې ورکول کيږي.

ددغه لیګ سيالیو څخه اته پیاوړې لوبډلې په مستقیما توګه نړیوال جام ته لار ومومي او کومې لوبډلې چې پاتي شي،هغوی به د نورو لوبډلو سره چې ورلډ کرکټ لیګ څخه راپورته شوي وي،د هغوی سره یو ځای په ۲۰۲۳ کال جون میاشت کې کوالیفای راونډ ترسره کوي چې دوه پیاوړې لوبډلې به ترې نړیوال جام ته لار مومي.

په یاد جام کې ټولټال لس لوبډلې اشتراک لري چې سر له اوسه ورته غوراوي پړاو سيالۍ په لاره اچول شوي دي.

افغانستان د ای سي سي سکیجول له مخې له پاکستان،زمبابوې،هندوستان،بنګله دېش،سریلانکا،هالینډ او اسټرالیا سره لوبې لري.

خو دا چې د کرونا ویروس دی،شاید سيالۍ پخپل وخت ترسره نشي او یا هم په سکیجول کې تغیرات راشي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ