ای سي سي لخوا تازه درجه بندۍ کې راشدخان مخکې تګ کړی | خبریال

ای سي سي لخوا تازه درجه بندۍ کې راشدخان مخکې تګ کړی

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سیریز پای ته رسیدو وروسته کرکټ نړیوالې شورا د لوبغاړو نوي درجه بندي اعلان کړه چې پکې افغان الراونډر راشدخان یو مقام وړاندې راغلی.

راشدخان د ایرلینډ خلاف په درې یو ورځنیو لوبو سیریز ګټلو کې مهم الراونډ رول ادا کړ او افغانستان ته یې په لومړي ځل یو ورځنیو لوبو کې په کلین سويپ سره بریا خپله کړه.

راشدخان په وروستۍ لوبه کې د ۴۸ منډو په جوړولو او همداشان د څلورو ویکټو په اخیستلو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی هم اعلان شوی وو.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په نومول شوي الراونډرانو درجه بندۍ کې له اووم مقام څخه شپږم ته پورته شوی دی.

راشدخان د ۲۷۰ پوینټونو په لرلو سره د پاکستاني عماد وسیم وروسته شپږم مقام لري.خو محمد نبي عیسی خېل لا هم پخپل دوهم مقام پاتي شوی دی.

د الراونډرانو پدې تازه درجه بندۍ کې بنګله دېشی شکیب الحسن د ۴۲۰ نمرو په لرلو سره لومړی او محمد نبي عیسی خېل د ۲۹۴ نمرو په لرلو سره دوهم مقام لري.

د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې مجیب پخپل دوهم مقام پاتي شوی دی او نیوزیلینډی ټرنټ بولټ بیا لومړی مقام له ځان سره ساتلی دی.

پال سټرلینګ چې د افغانستان خلاف پرلپسې دوو لوبو کې یې سلیزې ووهلې د یو ورځنیو لوبو توپ وهونکو درجه بندۍ کې شلم مقام خپل کړی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ