د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل نیلامي! | خبریال

د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل نیلامي!

کریکبال وېبپاڼه- د ۱۴م پړاو د هند سترو کورنیو تجارتي سيالیو لپاره د لوبغاړو نیلامۍ پړاو به د راتلونکي فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په چنای ښار کې ترسره شي.

یادو سيالیو لپاره چې د نړۍ ګڼ مینه وال ورته د انتظار شیبې شماري،بالاخره ای پي ایل پاڼې د خبر له مخې چې یادې سيالۍ به راتلونکي میاشت په چنای ښار کې ترسره شي.

څو ورځې وړاندې د ای پي ایل نیلامۍ د شروع وړاندې لوبډلو ته وخت ورکړل شوی وو،چې د هغو لوبغاړو لیستونه اعلان کړي چې د بولۍ د پیل وړاندې یې له ځانونه سره ساتلي او یا یې خوشي کړي.

زیاتره لوبډلو خوشي شوو او د ځان سره ساتلو لوبغاړو لیست اعلان کړ.چې له مخې یې د ګلین مکسويل،سټيو سمېت او مجیب په ګډون زیاتره لوبغاړي د خوشي لوبغاړو په لیست کې شامل وو.خو راشدخان او محمد نبي د هغو لوبغاړو په لیست کې وو چې د تیر په څير یو ځل بیا حیدراباد لوبډلې له ځان سره وساتل او دوی به راتلونکی بولۍ کې شتون ونه لري.

د خوشي شوو لوبغاړو په لیست کې تر ټولو ډير لوبغاړي بنګلور لوبډلې خوشي کړل چې تر لسو پورې وو.کینکز الیون پنجاب،ممبۍ او نورو لوبډلو هم هغه لوبغاړي خوشي کړل چې د دوی لپاره په ګټه نه وو.

 په راتلونکي نیلامۍ پړاو کې کینکز الیون پنجاب لوبډله تر ټولو ډيرې (۵۳ اعشاریه ۲ کروړه) بودیجه له ځان سره لري او دوی کولای شي چې لږ تر لږه ۹ لوبغاړي وپېري.حیدراباد بیا تر لسو کروړه پورې بودیجه لري او کولای شي چې تر ۳ پورې لوبغاړي را ونیسي.

رویل چیلینجرز بنګلور بیا هغه لوبډله ده چې تر ټولو ډير ۱۳ لوبغاړو د اخیستو ځای لري.

د یادونې وړ ده چې ۱۴م پړاو ای پي ایل سيالۍ به اپریل میاشت کې د هند په کوربتوب ترسره شي.

تیر ځل د ۱۳م پړاو ای پي ایل سيالیو اتلوالي ممبۍ انډيانز لوبډلې ګټلي وه او پدې پړاو کې به هم هڅه کوي چې د تیرې اتلوالۍ څخه دفاع وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ