څلورم پړاو لس اوریزه لیګ سبا پیلیږي | خبریال

څلورم پړاو لس اوریزه لیګ سبا پیلیږي

کریکبال وېبپاڼه- د اماراتو په کوربتوب څلورم پړاو (ټي ټین) لس اوریزه لیګ سیالۍ سر له سبا د اماراتو په کوربتوب د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې پیلیږي چې د لس اوریزې به دوام ولري.

یاد لیګ کې ټولې اته لوبډلې ګډون لري چې په دوو ګروپونو ویشل شوي دي او د دوی ترمنځ به ټولټال ۲۹ لوبې ترسره شي.

د دوو لوبډلو ترمنځ لس اوریزه سیالۍ به ۹۰ دقیقې وخت نیسي،هر توپ اچونکی یوازې دوه اورونه ترسره کولای شي.

تر درې اورونو پورې به پاور پلې وي او لوبغاړي به دیرش متره دایره کې دننه وي،د پاور پلې وروسته به ټول پنځه لوبغاړي له دایرې بهر وي.

په (الف) ګروپ کې دغه لوبډلې بنګله ټایګرز،ډهلي بولز،نرترن وریئرز،ماراټه عربیانز شاملې دي.

په (ب) ګروپ کې دېکن ګلډیئټرز، قلندرز،پوني ډېویلز او ابوظبي لوبډبې شاملې دي.

هره لوبډله به د ګروپ پړاو کې درې لوبې ترسره کړي او ټولې به دوولس لوبې ترسره کړي.

ورپسې به دوولس نورې سوپر لیګ لوبې ترسره کړي او له هغې وروسته پلې-اف او سیمي فاینل پړاو پیل شي.

بنګله ټایګرز لوبډلې سره مجیب الرحمن،قیس احمد،فضل حق،نور احمد او کریم جنت شتون لري،خو نور احمد لکڼوال به د ټپونو له کبله پکې ونه لوبیږي.

دېکن ګلډیئټرز لوبډلې سره محمد شهزاد یو ځای دی.

ډهلي بولز لوبډلې سره محمد نبي،رحمن الله ګربز او وقار سلام خېل یو ځای دي.

پوني لوبډلې سره درویش رسولي.

قلندرز لوبډلې سره عظمت الله عمرزی او ابوظبۍ لوبډلې سره نوین الحق او نجیب الله ځدراڼ یو ځای دي.

هیره دې نه وي چې ماراټه عربیانز لوبډلې د تیر ځل اتلوالي خپله کړي وه او پدې سیالیو کې به هم د خپلې اتلوالۍ څخه دفاع کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ