جانټي روډز څلورو بهترینو فیلډرانو نومونه په ډاګه کړل | خبریال

جانټي روډز څلورو بهترینو فیلډرانو نومونه په ډاګه کړل

کریکبال وېبپاڼه- جانټي روډز یو داسې نوم دی چې هر کرکټر د نوموړي د نوم سره بلدیتا لري.

روډز د سویلي افریقا لوبډلې یو داسې فیلډر او لوبغاړی تیر شوی چې تراوسه کوم لوبغاړی د هغه ځای ته ندی رسیدلی.نوموړي یو داسې فیلډر وو چې خپله لوبډله به یې زیاتره وخت د فیلډینګ په واسطه تر بریا رسوله.

نوموړی به زیاتره وخت د فیلډینګ یا توپ نیونې پر مهال په (پوینټ) ساحه کنټرول کې وه او مقابلې لوبډلې لپاره به آسانه نه وه چې د هغه په اړخ توپ په آسانۍ بونډرۍ لوري ته ټېله کړي.

نوموړي له هغې وروسته په فیلډینګ برخه کې نړیوال شهرت ترلاسه کړ چې په ۱۹۹۲ کال نړیوال جام کې یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی انظمام په (ډیوینګ) سره په منډه کې وسوځوه.

نوموړي به پخپل ځان دومره خواري کوله چې،ان روان بس موټر به یې ودروه او د (کیچونو پرکټس) یا تمرین به یې کاوه.

دا چې نوموړی د وخت یو بهترین فیلډر وو،خو نوموړي پخپله هم په کرکټ کې بهترینو فیلډرانو نومونه یاد کړل.

نوموړي وویل،چې اسټرالیاوی ریکي پونټینګ،هندی سوریش رېنا،هارشلي ګېبز او اې بي ډیویلیرز یې د خوښې فیلډران دي.

۵۱ کلن جانټي روډز د سويلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره د ۱۹۹۲ کال څخه تر ۲۰۰۳ کال پورې ۵۲ ټیسټ او ۲۴۵ یو ورځنۍ لوبې کړي دي.نوموړي پکې په ترتیب سره (۳۴) او (۱۰۵) کیچونه ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ