ګربز او نبي ټي ټين لیګ کې خپلې لوبډلې سره یو ځای شول | خبریال

ګربز او نبي ټي ټين لیګ کې خپلې لوبډلې سره یو ځای شول

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سیریز وروسته دواړه پیاوړي لوبغاړي رحمن الله ګربز او محمد نبي عیسی خېل د ډهلي بولز لوبډلې سره یو ځای شول.

محمد نبي د ایرلینډ خلاف په درې یو ورځنیو لوبو سیریز کې یوازې دوه ویکټې ترلاسه کړې او همداشان یې ټولې (۳۵) منډې جوړې کړې.

رحمن الله ګربز بیا په درې لوبو کې ټولې ۱۸۰ منډې جوړې کړې.نوموړي د خپل کرکټ کیریر په لومړی یو ورځنۍ لوبه کې پدې وتوانیده چې سلیزه جوړه کړي او ۱۲۸ منډې یې جوړې کړې.

دواړه افغان لوبغاړي ګربز او نبي په لس اوریزه لیګ سیالیو کې د ډهلي بولز لوبډلې سره دي او نن ورځ د یادې لوبډلې سره یو ځای شول.

ډهلي بولز لوبډلې هم د دواړو لوبغاړو په یو ځای کیدو خوښي ښودلي ده.

ټاکل شوي چې ابوظبي ټي ټین لیګ سیالۍ به سر له سبا د ۸ لوبډلو ترمنځ پیل شي.

په لومړی ورځ به درې لوبې ترسره شي،چې لومړی لوبه به د ماراټه عربیانز او نرترن ورئیرز لوبډلو ترمنځ د مازدیګر په ۴ نیمو بجو ترسره شي.

دوهمه سیالي به ماښام مهال پاو کم ۷ بجې د دېکن ګلډیئټرز لوبډلې ترمنځ او دریمه لوبه به د بنګله ټایګرز او ډهلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

پدغه لس اوریزه لیګ کې د نړۍ زیاتره مشهورو لوبغاړو ترڅنګ افغان لوبغاړي هم لوبیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ