ای سي سي لخوا د میاشتې غوره لوبغاړي جایزې | خبریال

ای سي سي لخوا د میاشتې غوره لوبغاړي جایزې

کریکبال وېبپاڼه- کرکټ نړیوالې شورا نن ورځ (پلیئر اف د مانت ایوارډز) یا میاشتې غوره لوبغاړي اعلانیدل هم معرفي کړل،چې لدې وروسته به هره میاشت د ووټونو له لارې د ای سي سي لخوا غوره شوو لوبغاړو ته جایزې ورکول کیږي.

هغه لوبغاړي چې په میاشت کې ښه ځلیدلي وي،د خپلو کارکردګیو په اساس د ای سي سي د ووټونو ځانګړې څانګې لخوا چې په راس کې یې پخواني لوبغاړي،ژورنالیستان او براډکسټران شامل دي،د هغوی لخوا به لوبغاړي شارټ لیست کیږي او مینه وال به د خپلې خوښې کرکټر او کرکټرې ته ووټ ورکوي.

که چیرې جنورۍ میاشت کې د لوبغاړو کارکردګیو ته نظر وکړو په همدې میاشت کې رحمن الله ګربز،محمد سراج او نور ځینې لوبغاړي ځلیدلي او ممکن د میاشتې غوره لوبغاړي جایزې ته ونومول شي.

د ای سي عمومي منیجر جیف الرډیک وویل:” د ای سي سي د میاشتې غوره لوبغاړي اعلانول یو ښه ګام دی او پدې سره به سپورټ او مینه وال سره ونښلول شي او دوی هره میاشت تر کال وروستیو پورې د خپلې خوښې کرکټر نمانځلی شي.بله دا چې مونږ ته یو دا فرصت راکوي چې د نړۍ غوره لوبغاړي او لوبغاړې چې په میاشت کې ښه ځلیدلي وې د هغوی له استعداد باخبره واوسو.”

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا دغه نوی ګام چې هره میاشت د لوبې غوره لوبغاړو ته جایزې ورکوي ستایل شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ