افریدي د اماراتو له هوایي ډګره پاکستان ته وګرځول شو | خبریال

افریدي د اماراتو له هوایي ډګره پاکستان ته وګرځول شو

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر شاهدخان افریدي د ویزې د ستونزو له کبله اماراتو ته له داخلیدو وړاندې د هغه ځای له هوایي ډګر بیرته پاکستان ته وګرځول شو.

د نیوز پاکستان خبرپاڼې د خبر له مخې د نوموړي ویزه اکسپایر یا ختم شوي وه،خو نوموړي پدې اړه کوم خبر نه وو ورکړئ او اماراتو ته له رسیدو سره سم بیرته خپل هیواد ته راستون کړل شو.

د یادې پاڼې د معلوماتو له مخې،افریدي خپل هیواد ته رسیدو وروسته کراچۍ ته تللی او د ویزې د نوي کولو کار یې پیل کړی.

ویل کیږي چې نوموړی به د ویزې نوي کولو وروسته په راتلوونکو دوو ورځو کې له خپلې قلندر لوبډلې سره په اماراتو کې یو ځای شي.

قلندرز یو له هغو اتو لوبډلو څخه ده چې د ابوظبي په کوربتوب په لس اوریزه لیګ کې اشتراک لري،یاده لوبډلې سره افغان ځوان الراونډر عظمت الله عمرزی هم مل دی.

د اماراتو په کوربتوب ابوظبي ټي ټین لیګ سیالۍ به سر له سبا ماښام څخه په درې لوبو سره پیل شي.

لس اوریزه سیالۍ تر ټولو چټک پارمټ سیالۍ دي چې یوه لوبه یې په ۹۰ دقیقو کې پای ته رسیږي.

ویل کیږي چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا به لس اوریزه سیالیو ته په راتلوونکي المپیکي سیالیو کې هم د داخلیدو اجازه ورکړل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ