عبدالرزاق د بنګله دېش لوبډلې سلکیشن کمېټې غړی شو | خبریال

عبدالرزاق د بنګله دېش لوبډلې سلکیشن کمېټې غړی شو

کریکبال وېبپاڼه- د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کیڼ لاسی ورو توپ اچونکی عبدالرازق ته د ملي لوبډلې غوراوي کمېټه کې ځای ورکړل شو.

بنګله دېش کرکټ بورډ هم د نوموړي ټاکل تایید کړي دي او لیکلي یې دي.

“بنګله دېش کرکټ بورډ د پخواني لوبغاړي عبدالرزاق د ملي لوبډلې انتخابي ډالګۍ کې داخلیدل تاییدوي.”

عبدالرزاق چې لا هم په کورنیو لوبو کې لوبیږي او تراوسه یې ترې تقاعد ندی اخیستي.ویلي نوي دندې ته چمتو دی او بله دا چې د کورني کرکټ د تجربې په لرلو سره ښه لوبغاړي له نږدې ننداره کوي او د هغوی خصوصیات ورته معلوم دي.

” بنګله دېش کرکټ بورډ ماته یوازې دا خبر را کړئ چې تاسو انتخابي ډله کې شامل شوی،زه به خپله ډیر ژر کورني کرکټ سیالیو د پريښودو په اړه پریکړه وکړم.زما په خیال دا نوي دنده به زما لپاره چیلینجي وي خو زه ورته آماده یم.”

“زه ښه لوبغاړي له نږدې پېژنم او دوی سره یو ځای لوبیدلی یم،فکر کوم چې د هغوی په انتخاب کې به نه غلطیږم.”

د یادونې وړ ده چې بنګله دېش لوبډلې غوراوي کمېټه له ډیرې مودې راهیسې د دوو کسانو لخوا په مخ وړل کیږي.منهاج العبدین د مشر سلیکټر او حبیب البشر یې مرستیال سلیکټر دی.

منهاج العبدین د ۲۰۱۱ کال راهیسې د بنګله دېش لوبډلې د سلیکشن کمېټې سره غړی وو،خو په ۲۰۱۶ کال کې د یادې کمیټې مشر وټاکل شو.

حبیب البشر بیا د بنګله دېش ښځینه کرکټ لوبډلې سلیکټر وو،خو په ۲۰۱۶ کال کې د نارینه لوبډلې سلیکټرۍ برخه کې وټاکل شو.

د عبدالرازق په زیاتیدو سره به د سلیکشن کمېټې غړي درې کسانو ته پورته شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ