بنګله دېش بورډ لوبغاړو ته د واکسینولو اجازه ورکړه | خبریال

بنګله دېش بورډ لوبغاړو ته د واکسینولو اجازه ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- تیره ورځ د بنګله دېش کرکټ بورډ ډایریکټرانو ترمنځ د زوم له لارې نهمه انلاین ناسته ترسره شوه.په یاده ناسته کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ لوبغاړو ته د کویډ-۱۹ واکسین ورکولو په اړه هم بحثونه وشول.

بالاخره بنګله دېش کرکټ بورډ داخلي کرکټرانو ته د کويډ-۱۹ واکسین ورکولو په اړه موافقه وکړه چې چارې به یې سر له فبرورۍ میاشتې پیل شي.

بنګله دېش کرکټ بورډ به ټولو هغو داخلي لوبغاړو ته کویډ-۱۹ واکسین ورکړي چې داخلي کرکټ سیالۍ ترسره کوي.

لدې وړاندې بنګله دېش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن ویلي وو،چې د داکه پریمیر لیګ سیالیو د پیل وړاندې به ټولو لوبغاړو ته کویډ-۱۹ واکسین، که هغه حکومتي یا شخصي وي هغوی ته ورکړي او له هغې وروسته به یاد لیګ پرانیزي.

دا چې په نړۍ کې کرونا ویروس زور اخیستی ورسره د واکسینونو ویش هم چټک شوی دی.

تیره ورځ اسټرالیا کرکټ بورډ هم ویلي وو چې لوبغاړو ته باید د سویلي افریقا سفر وړاندې کرونا واکسین تدبیق شي،خو لا هم په اړه یې وروستۍ پریکړه نده شوې.

اسټرالیا لوبډله به د سویلي افریقا په سفر کې له کوربه هیواد سره درې ټیسټ لوبې ترسره کړي،خو په ورته وخت کې به یې بله څانګه نیوزیلینډ ته د سیالیو لپاره سفر وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ