وېجې شنکر واده مراسم ترسره او د لوبغاړو مبارکۍ | خبریال

وېجې شنکر واده مراسم ترسره او د لوبغاړو مبارکۍ

کریکبال وېبپاڼه- د سنرایرزس حیدراباد لوبډلې الراونډر لوبغاړي وېجې شنکر واده مراسم تیره ورځ پای ته ورسیدل او حیدراباد لوبډلې هم دواړو جوړو ته د ښه ژوند هیلې څرګندې کړي دي.

یادې پاڼې پخپل انسټګرام اکوونټ باندې د وېجې شنکر او د هغې نامزادې وېشالي ویسوارن د واده مراسمو تصویر هم خپور کړئ او ورسره لیکلي یې دي.

“مونږ ددغې خاصې ورځې په مناسبت وېجې شنکر ته د نوي ژوند او واده مبارکي وایو او نوموړي ته خوشحاله او نیکمرغه ژوند غواړو.”

دغه الراونډر د تیرې اګسټ میاشتې په شلمه نېټه له وېشالي وسوارن سره د واده اعلان وکړ او تیره ورځ یې واده مراسم هم پای ته ورسیدل.

د افغانستان لوبغاړو په ګډون زیاتره هندي لوبغاړو هم نوموړي ته د نوي ژوند مبارکي ویلي او هغوی ته یې د ښه ګډ ژوند هیلې څرګندې کړي دي.

وېجې شنکر په ۲۰۱۸ کال کې د سریلانکا خلاف په لنډ اوریز پارمټ کې راڅرګند شو او یو کال وروسته بیا د اسټرالیا خلاف په پنځوس اوریزه لوبه کې راڅرګند شو.

نوموړی په ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې هم د هند لوبډلې برخه وو،خو د اسټرالیا خلاف په اوسني تیر شوي سیریز کې یې برخه نه درلوده.

۳۰ کلن شنکر د حیدراباد لوبډلې د هغو لوبغاړو په لیست کې هم دی چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو لپاره یې له ځان سره ساتلی دی.

حیدراباد لوبډلې د ۲۰۲۱ کال د نیلامۍ پړاو د پیل وړاندې یوازې پنځه لوبغاړي بیلي سټنلیک،فبیان په ګډون درې نور لوبغاړي خوشي کړل.

راشدخان او محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا هم له ځان سره وساتل او دوی به نیلامۍ پړاو کې شتون ونه لري.

یوازې په افغان لوبغاړو کې مجیب الرحمان د کینکز الیون پنجاب لوبډلې لخوا شړل شوی،خو ممکن په راتلوونکي بولۍ کې په لوړه بیه د بلې لوبډلې لخوا را جذب کړل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ