ګېري وېلسن: ایرلینډ د افغانستان له ماتي ډير درس اخیستی وي | خبریال

ګېري وېلسن: ایرلینډ د افغانستان له ماتي ډير درس اخیستی وي

کریکبال وېبپاڼه- افغانستان او ایرلینډ کرکټ لوبډلې چې د کرکټ په ډګر یو د بل سختې سيالۍ لوبډلې بلل کیږي او زیاتره وخت د دواړو لوبډلو ترمنځ رقابتي دوام لري.

دواړو لوبډلو په یوه ورځ د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ټيسټ غړیتوب ترلاسه کړی دی،خو له هغې مودې راهیسې چې ایرلینډ د افغانستان سره یو ځای دغه غړیتوب ترلاسه کړی.

د افغانستان په پرتله د ایرلینډ کرکټ بورډ ډیر فعال دی او خپلې لوبډلې ته یې تر خپلې وسې د سترو لوبډلو سره زیاتې سیالۍ برابرې کړي دي،خو افغانستان بیا یوازې د ای سي سي لخوا (ایف ټي پي) سيالیو ته انتظار باسي.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د یو ورځنیو لوبو سیریز د پیل وړاندې ایرلینډي کپتان اندریو بلبرایني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي،چې شل اوریز پارمټ سيالیو کې افغانستان پر دوی برلاسی دی،خو یو ورځینو سيالیو کې دوی پر هغوی برلاسي دي او دوی به وکولای شي چې افغانستان ته په درې یو ورځینو لوبو کې ماتي ورکړي.

خو افغانستان د ایرلینډ خلاف په سیریز کې ثابته کړه چې دوی د شل اوریز پارمټ سربیره په پنځوس اوریز پارمټ کې هم لوبډلې ماتولی شي.

افغانستان په درې واړو پارمټونو کې ایرلینډ لوبډلې کلین سويپ یعنې یوه لوبه هم ایرلینډ ونه ګټله او افغانستان ترې سیریز وګاټه.دا لومړی ځل وو چې افغانستان په کلین سویپ سره د یو ورځنیو لوبو سیریز ګټي.

د ایرلینډ لوبډلې دغه ماتي په ایرلینډي لوبغاړو هم منفي تاثیر وکړ،د یادې لوبډلې پیاوړی لوبغاړی ګېري وېلسن چې د افغانستان خلاف سیریز کې لوبډلې سره نه وو.ویلي چې ایرلینډ به د افغانستان لدې ماتي ډير درس اخیستی وي.

نوموړي وویل،د سټرلینګ پرته نورو لوبغاړو ښې لوبې ونکړې چې له کبله یې ایرلینډ لوبډله له ماتي سره مخ شوه.

وېلسن وويل،چې ایرلینډ باید د افغانستان خلاف راتلوونکي شل اوریز سیریز کې چې په مارچ میاشت کې ترسره کیږي،ښه چمتوالی ونیسي.

ګېري وېلسن دا هم وویل،چې لوبډلې یې د ۲۰۱۵ کال څخه راپدیخوا ډير پرمختګ کړی او زیاتې پیاوړي لوبډلې یې هم له ماتي سره مخ کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ