راشدخان هم د بیګ باش د ټورنمېنټ غوره لوبډله کې اعلان شوی | خبریال

راشدخان هم د بیګ باش د ټورنمېنټ غوره لوبډله کې اعلان شوی

کریکبال وېبپاڼه- د ادلید سټرایکرز لوبډلې پیاوړی افغان لوبغاړی راشدخان هم د لسم پړاو (بیګ باش ټیم اف د ټورنمېنټ) یا د لیګ غوره ټیم په لیست کې شامل دی.

راشدخان د ووټونو له لارې د بیګ باش ټورنمېنټ غوره لوبډله کې د ۶ ووټونو یا رایو په ترلاسه کولو سره ځای خپل کړ.

راشدخان په سږني باش موسم کې د خپلې لوبډلې لپاره لس لوبې ترسره کړې چې په (۶،۸۷) اکانومۍ رېټ سره یې ټولې ۱۶ ویکټې واخیستې او له هغې وروسته د ایرلینډ سیریز ته ستون شو.

راشدخان په ټوله کې د ادلید سټرایکرز لوبډلې لپاره ۵۰ سیالۍ ترسره کړي دي او ټولې یې ۷۲ ویکټې اخیستي دي.

نوموړي ښه توپ اچونه د ۲۷ منډو په بدل کې د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

راشدخان د ایرلینډ خلاف په سیالیو کې ښه وځلیده او نوموړي وروستۍ سیالۍ کې د ۴۸ منډو په جوړولو او د ۴ ویکټو په اخیستلو سره د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شوی وو.

د راشدخان ترڅنګ د بیګ د ټورنمېنټ غوره ټیم کې جوش پېلېپ،الیکس هېلز،کولین مونرو او نور لوبغاړي شامل دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ