بروس اکسنفورډ له لوبڅارۍ تقاعد اعلان کړ | خبریال

بروس اکسنفورډ له لوبڅارۍ تقاعد اعلان کړ

کریکبال وېبپاڼه- اسټرالیاوي لوبڅار بروس اکسنفورډ په نړیوال کرکټ کې د ۱۵ کلنې مودې تیرولو وروسته له خپلې دندې تقاعد یا استعفاء اعلان کړه،خو نوموړی به په داخلي کرکټ  سيالیو کې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

اکسنفورډ په ۲۰۰۷ کال کې د لوبڅاري پیل کړه او په ۲۰۱۲ کال کې د ای سي سي لخوا ایلیټ فانل ته غوره شو او نړیوالو سیالیو کې یې لوبڅاري پیل کړه.

اکسنفورډ یوازینی او لومړی لوبڅار وو چې د لوبې پر مهال یې (ام شیلډ) یا د ځان ساتلو د اله څخه کار اخیسته.

اکسنفورډ د اسټرالیا یو له هغو شپږو لوبڅارانو ډاریل هرپر،ډارل هایر،سیمون ټافل،رډ ټوکار او سټيو ډيویس له ډلې شمیرل کیده چې لږ تر لږه په ۵۰ ټيسټ لوبو کې یې لوبڅاري ترسره کړي ده.

یوازې ۱۶ لوبڅاران دي چې ۵۰ او یا لدې زیاتو ټيسټ لوبو کې يې لوبڅاري ترسره کړي ده.اکسنفورډ په درې نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو،درې شل اوریزو نړیوالو جامونو او همداشان دوه د ښځو جامونو کې لوبڅاري ترسره کړي ده.

بروس اکسنفورډ ویلي،د لوبڅارۍ پر مهال یې د خپل مسلک څخه ډیر خوند اخیستی او نوموړي له خپلو مینه مننه کړې چې د هغه یې ملاتړ کړی.

اکسنفورډ په ټوله کې ۱۷۹ نړیوالو لوبو کې د لوبڅارۍ دنده اجرآ کړي چې پدې کې ۶۲ یوازې ټيسټ لوبې وې.

هیره دې نه وي چې اکسنفورډ لومړی خپل مسلک د کرکټ لوبغاړي په توګه پیل کړ،نوموړي د یوه لیګ سپنر توپ اچونکي په توګه اته فرسټ کلاس سيالۍ هم ترسره کړې،خو وروسته یې لوبڅارۍ ته مخه کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ