ټي ټين لیګ: نن په لومړی ورځ درې لوبې کیږي | خبریال

ټي ټين لیګ: نن په لومړی ورځ درې لوبې کیږي

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي په کوربتوب لس اوریزه چټکې لوبې سر له نن ماښام پيلیږي چې په لومړی ورځ به پکې درې لوبې ترسره شي.

لومړی سيالي به څو شیبې وروسته د تیر ځل اتلې ماراټه عربیانز او نرترن ورئیرز لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت څلور نیمو بجو ترسره شي.

ورپسې به دوهمه سيالي پاو کم اوه بجې د دېکن ګلډیئټرز او پوني ډېولز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دریمه سيالي به د شپې په نهو بجو د بنګله ټایګرز او ډهلي بولز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

باید یادونه وکړم چې تر ټولو ډير افغان لوبغاړي په یاد لیګ کې له بنګله ټایګرز لوبډلې سره دي.

ټولټال اته لوبډلې په یاد لیګ کې لوبیږي او د دوی ترمنځ به په مجموعي توګه ۲۹ لوبې ترسره شي او یادې سيالۍ به د فبرورۍ په شپږمه نېټه پای ته وراسيږي.

د دوو لوبډلو ترمنځ به یوه لوبه په ۹۰ دقیقو کې پای ته رسیږي او دغه سيالۍ تر ټولو د چټک پارمټ سيالۍ شمیرل کيږي.

هر توپ اچونکی یوازې دوه اورونه ترسره کولی شي او د پاورپلې اورونه به یوازې تر درې اورونو پورې وي.د پاورپلې پای ته رسيدو وروسته پنځه لوبغاړي له دایرې څخه بهر وتلی شي.

ټولې اته لوبډلې په دوو ګروپونو ویشل شوي دي چې (الف) ګروپ کې ماراټه عربیانز،بنګله ټایګرز،ډهلي بولز او نرترن ورئیرز لوبډلې شاملې دي.

په (ب) ګروپ کې دېکن ګلډيئټرز،ابوظبی،قلندرز او پوني لوبډلې شاملې دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ