ټي ټین لیګ: جاوید احمدي او یامین احمدزي لوبډلې لومړی لوبه وګټله | خبریال

ټي ټین لیګ: جاوید احمدي او یامین احمدزي لوبډلې لومړی لوبه وګټله

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي په کوربتوب ټي ټين یا لس اوریزه لیګ سیالي چې نن ورځ رسما د ماراټه عربیانز او نرترن وريئرز لوبډلو په لوبې سره پیل شوې.

پکې لومړی لوبه کې د جاوید احمدي او یامین احمدزي په شتون کې ماراټه عربیانز لوبډلې په پنځو ویکټو بریا خپله کړه.

ماراټه عربیانز لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنې وار نرترن وریئرز لوبډلې ته ورکړ.

وريئرز لوبډلې پخپلو لسو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۷ منډې وکړې.

د نرترن وریئرز لوبډلې له لوري برینډن کینګ (۲۹)،نیکولاس پورن (۱۹)،رومان پاول (۲۲) ناسوځیدلي منډې او همداشان لنډل سیمنز په ۳۱ توپونو د ۷ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته (۵۴) ناسوځیدلي منډې وکړې.

د ماراټه عربیانز له لوري توپ اچونه کې مختار علي یوه ویکټ ترلاسه کړه.

یامین احمدزي دوه اورونه وکړل (۳۱) منډې یې ورکړې،خو په ویکټ اخیستلو بریالی نشو.

ټاکل شوی هدف د ماراټه عربیانز لوبډلې لخوا د لوبې په وروستي اور په وروستي توپ سره د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

د ماراټه له لوري توپ وهنه کې عبدالشکور بنګش تر ټولو ډیرې (۷۳) منډې جوړې کړې.

جاوید احمدي چې د ایرلینډ خلاف سیالیو کې هم نه وو ځلیدلی،دلته یې هم کومه کارکردګي ښکاره نه کړه او د یوې څلوريزې په مټ یې په ۳ توپونو (۶) منډې جوړې کړې.

د نرترن لوبډلې له لوري توپ اچونه کې فابیان الن (۲)،مهیش تکشنا او ریاض عمرت (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي څو شیبې وروسته به دوهمه سیالي د دېکن ګلډیئټرز او پوني لوبډلو ترمنځ ترسره شي.دېکن لوبډلې سره شهزاد هم شتون لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ