راشدخان: په هر پوزیشن کې لوبې ته چمتو یم | خبریال

راشدخان: په هر پوزیشن کې لوبې ته چمتو یم

کریکبال وېبپاڼه- د ایرلینډ خلاف سیالیو کې د ښه ځلیدلو وروسته راشدخان پخپلې وروستۍ مرکه کې ویلي،توپیر نه کوي،که په هر پوزيشن لوبې ته راځي،چمتو دی چې ښه لوبه وکړي.

راشدخان پخپله مرکه کې زیاتوي چې پخوا نوموړی یو توپ وهونکی وو،خو وروسته یې توپ اچونې دنده پیل کړه.

“ما د کرکټ کیریر د یوه توپ وهونکي په توګه پیل کړ،د توپ اچونکي په نسبت زیاتره وخت یو توپ وهونکی پاتي شوی یم.خو کله چې پوه شوم چې د توپ وهنې په نسبت زمونږ لوبډله زیات زما توپ اچونې ته اړتیا لري،بیا مو په توپ اچونه زیات کار پیل کړ.زه اوس هم د توپ اچونې ترڅنګ پخپلې توپ وهنې اړخ ډیر کار کوم،بعضې برخې دي چې په هغه کې زه باید ښه والی راولم.”

راشدخان وویل،هڅه کوي چې پخپلې توپ وهنې زیات کار وکړي ترڅو د لوبډلې لپاره په مهم وخت کې ښې منډې جوړې کړي.

“زه غواړم چې په راتلوونکي کې یو ښه الراونډر واوسم.کله چې لوبډله په وروستۍ برخه کې د (۴۰ – ۵۰) پورې منډو ته اړتیا لري،زه باید هغه لوبډلې ته وکړم.ماته فرق نه کوي که په نهم او یا هم په لسم پوزیشن توپ وهنې ته راښکته شم.زه باید ذهناً دا مهارت او وړتوب ولرم چې خپل فوم ترسره کړم.”

راشدخان د ایرلینډي لوبغاړي پال سټرلینګ په اړه وویل:” زما په خیال سټرلینګ په ټول همدې سیریز کې ښې لوبې ترسره کړې.نوموړي په همدې ورو توپ اچوونکو لپاره په مساعدو پیچونو باندې د نړۍ بهترینو توپ اچوونکو په وړاندې سلیزې ووهلې او د هغه لپاره ښې لوبې وې.مونږ یوازې د هغه لپاره یو پلان نیولی وو چې هغه ته باید ویکټ په ویکټ توپ اچونه وشي.توپیر نه کوي که هغه هر قسم لوبه کوي.د یوې لوبډلې لخوا پلان دا وي چې باید ویکټ په ویکټ توپ اچونه ترسره شي.تر څو د مقابلې لوبډلو لوبغاړو لپاره د منډو جوړول سخت وي.”

” کله چې مونږ هغه ته “روم” یا بې کاره توپ ترسره کړئ،هغه ترې استفاده کړې او پدې اړخ کې ډیر قوي دی.وروسته بیا ما،مجیب او نبي دا پلان جوړ کړ چې هغه ته باید ویکټ په ویکټ توپ اچونه ترسره شي.”

راشدخان وویل،ما اسټرالیا،هندوستان،ویسټ انډیز او ډیرو هیوادونو کې لوبې کړي،هر ځای یا لیګ کې چې تاسو لوبیږئ،هر وخت باید د هر پارمټ لپاره آماده وې.

“د یوه لوبغاړي په صفت تاسو باید هر وخت د روحي او جسمي اړخه د هر پارمټ لوبو ته چمتو واوسې.”

راشدخان پخپلو وروستیو خبرو کې وویل،چې مونږ له ډیرې اوږدې مودې وقفې وروسته کرکټ لوبې ترسره کړې،ډیر خوشحاله شو.

د راشدخان په وینا مینه والو هم کرکټ لوبې ډیرې یادیدې،دا ډیره ښه وه چې مینه والو لوبې ولیدې او خوند یې ترې واخیسته.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ