ټي ټین لیګ: درویش رسولي اړوند پوني لوبډلې بریا خپله کړه | خبریال

ټي ټین لیګ: درویش رسولي اړوند پوني لوبډلې بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي ټي ټین لیګ سیالیو په دوهمه لوبه کې پوني ډېویلز لوبډلې اسانۍ سره په ۷ ویکټو د شهزاد محمدي اړوند دېکن ګلډیئټرز لوبډلې ته ستره ماتي ورکړه.

پوني لوبډلې د ټاس یا پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه غوره کړه.

دېکن ګلډېئټرز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ټاکلو لس اورونو کې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۰۵ منډو هدف وټاکه.

د دېکن لوبډلې له لوري افغان ویکټ ساتوونکي لوبغاړي شهزاد محمدي د یوې شپږیزې په مټ په ۸ توپونو (۸) منډې جوړې کړې.

د یادې لوبډلې لپاره تر ټولو ډیرې منډې ډلپورټ (۲۵) او اعظم خان (۳۷) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د پوني لوبډلې لخوا توپ اچونه کې ناصر حسین (۳) او انصاري (۲) ویکټې ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف د پوني لوبډلې لخوا د لوبې په وروستي اور دوهم توپ سره د درې لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۷ ویکټو یې ستره بریا خپله کړه.

د پوني لوبډلې لخوا توپ وهنه لیوس ښکلي توپ وهنه ترسره کړه او نوموړي په ۲۸ توپونو د ۶ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته ۵۷ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

په نورو توپ وهونکو کې درویش رسولي په ۶ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته (۶)،ولټن (۱۸)،کډمور (۱۲) او اصف خان (۷) ناسوځیدلي منډې ترلاسه کړې.

د دېکن ګلډیئټرز له لوري توپ اچونه کې سونیل ناراېن،رمپل او ظهور خان (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي چې د یادو سیالیو په لړۍ کې به څو شیبې وروسته د بنګله ټایګرز او ډهلي بولز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

یاده دې وي چې په دواړو لوبډلو کې افغان کرکټران شتون لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ