ټي ټين لیګ: د ګربز بریدګرې لوبې په مټ ډهلي بولز لوبډلې بریا خپله کړه | خبریال

ټي ټين لیګ: د ګربز بریدګرې لوبې په مټ ډهلي بولز لوبډلې بریا خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي په کوربتوب لس اوریزه لیګ سیالیو دریمه لوبه کې ډهلي بولز لوبډلې د رحمن الله ګربز د یوې چټکې لوبې په مټ په اوو ویکټو بریا خپله کړه.

په یاده سیالۍ کې بنګله ټایګرز لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه.

دواړو ویسټ انډیزي اوپنرانو جانسن چارلس او اندري فلیچر یو زبردست پیل ورکړ او تر ۱۰۰ منډو پورې یې په لومړی ویکټ ملګرتیا ترسره کړه.

فلیچر د دوو شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته په ۱۶ توپونو د ۳۲ منډو جوړولو وروسته خپله ویکټ ډواین براوو ته پريښوده.

چارلس بیا په ۳۵ توپونو ۷۳ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.د نوموړي په بیټینګ کې ۵ شپږیزې او ۶ څلوریزې شاملې وې.

بنګله ټایګرز لوبډلې په لس اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۸ منډې جوړې کړې او ۱۲۹ منډو هدف یې ورکړ.

ټاکل شوی هدف د ډهلي بولز لوبډلې لخوا د لوبې نهم اور کې د درې لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۷ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د ډهلي بولز لوبډلې لخوا توپ وهنه کې اوپنر لوبغاړي رحمن الله ګربز په ۱۵ توپونو ۴۱ چټکې منډې جوړې کړې او د کریم جنت لخوا بولډ اوټ شو.

د رحمن الله ګربز په بیټینګ یا توپ وهنه کې ۵ څلوریزې او ۲ شپږیزې شاملې وې.

په نورو توپ وهونکو کې بوفرا (۳۸)،نبي (صفر)، ایون لیوس (۳۲) ناسوځیدلې او رترفورډ (۱۱) ناسوځیدلې منډې جوړې کړې.

د بنګله ټایګرز له لوري توپ اچونه کې کریم جنت ۲ اورونو کې ۳۴ منډې ورکړې او د رحمن الله ګربز او نبي عیسی خېل ویکټ یې ترلاسه کړې.

فضل حق فاروقي بیا یو اور کې ۱۶ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

مجیب په دوو اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې،بې ویکټې پاتي شو.

د لوبې غوره لوبغاړی رحمن الله ګربز ونومول شو چې ۴۱ چټکې منډې یې جوړې کړي وې.

نن به پدې سیالیو کې بیا هم درې لوبې ترسره شي.لومړی لوبه کې پوني او قلندرز لوبډلې یو له بل سره مخ کیږي.

دوهمه سیالۍ کې به ماراټه له ډهلي بولز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي او دریمه لوبه کې به بیا دېکن ګلډیئټرز لوبډله د ابوظبي لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ