نور احمد او ظاهرخان له بیګ باش را روان شول | خبریال

نور احمد او ظاهرخان له بیګ باش را روان شول

کریکبال وېبپاڼه- دواړه افغان لوبغاړي ظاهرخان او نور احمد لکڼوال د اسټرالیا بیګ باش سیالیو څخه بیرته د خپل هیواد په لوري را روان شول.

د اسټرالیا بیګ باش سیالیو څخه د راستانیدو خبر نور احمد لکڼوال پخپله انسټګرام پاڼه باندې ورکړی دی.

نور احمد لکڼوال دا لومړی ځل وو چې بیګ باش سیالیو کې برخه اخلي،نوموړی د ۲۰۲۱ کال موسم لپاره په ملبورن رنیګېډز لوبډله کې جذب شو.

د یادې لوبډلې سره محمد نبي عیسی خېل هم مل دی،خو نوموړی د مجیب او راشدخان سره یو ځای د ایرلینډ خلاف سیالیو کې د برخه اخیستو لپاره له اسټرالیا اماراتو ته راستانه شول.

ظاهرخان بیا د ملبورن سټارز لوبډلې سره یو ځای وو.نوموړي د یادې لوبډلې لپاره په ۸ لوبو کې ټولټال ۲۹ اورونه ترسره کړل چې ۲۰۱ منډو په ورکولو سره یې ۶ ویکټې یې پکې ترلاسه کړې.

ښه توپ اچونه یې د ۱۹ منډو په ورکولو سره د دوو لوبغاړو سوځول وو.

نور احمد بیا په شپږو لوبو کې ۲۲ اورونه ترسره کړل او د ۱۸۴ منډو په ورکولو سره یې ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

په پام کې وه چې نور احمد لکڼوال به لس اوریزه لیګ سیالیو کې د بنګله ټایګرز لوبډلې لپاره هم لوبیدلی وای،خو یادې پاڼې د نور احمد د ټپي کیدلو خبر ورکړ او هغه ته یې د چټکې روغتیا غوښتنه هم وړاندې کړه.

هیره دې نه وي چې اسټرالیا بیګ باش سیالیو پایلوبه به د فبرورۍ په شپږمه نېټه ترسره شي.

تراوسه په یاد لیګ کې زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی الیکس هېلز دی چې ۵۳۵ منډې یې جوړې کړې.

زیاتې ویکټ جای رچرډسن ترلاسه کړي چې ۲۷ دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ