ګنګولي یو ځل بیا روغتون کې بستر شوی | خبریال

ګنګولي یو ځل بیا روغتون کې بستر شوی

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر ساراپ ګنګولي یو ځل بیا د زړه ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر شو.نوموړي ته د څلورو اوونیو څخه په کم وخت کې د دوهم ځل لپاره د زړه عملیات ورکړل شول.

ډاکټرانو ویلي چې د نوموړي حالت اوس عادي دی.

ګنګولي د چهارشنبې په ورځ له هغې وروسته د کلکتې روغتون ته یوړل شو،چې په سینه کې یې درد احساس وکړ.

د نوموړي په ملاتړ په سلګونو کسان هم د کلکتې روغتون دباندې انګړ کې را ټول شوي وو او د ۴۸ کلن ګنګولي په ملاتړ یې نارې وهلې چې مونږ هغه روغ سلامت غواړو.

د یاد روغتون یوه ډاکټر سروج مانډل چې د ګنګولي د زړه عملیاتو کې یې هم برخه اخیستي وه.وویل چې د ګتګولي د زړه دوو والونو ته یې په بریالیتوب “انجیوپلاسټي” وکړه او اوس یې حالت ښه دی.

نوموړي ډاکټر زیاته کړه چې ګنګولي به تر څو ورځو پورې د هغوی تر څار لاندې په روغتون کې وي.

د یادونې وړ ده چې ګنګولي ته لدې وړاندې د جنورۍ په دریمه نېټه هم د زړه عملیات ورکړل شوي وو.

نوموړی باندې په جیم کې د تمرین پر مهال د زړه حمله راغلي وه چې وروسته سمدستي روغتون ته ورسول شو.

ګنګولي د هند کرکټ ملي لوبډلې خورا تجربه کاره لوبغاړی پاتي شوی او اوس هم د مینه والو په زړونو کې محبوبیت لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ