په همدې ورځ ۲۰۰۶ کې عرفان پټان د پاکستان خلاف هېټریک جوړ کړی وو | خبریال

په همدې ورځ ۲۰۰۶ کې عرفان پټان د پاکستان خلاف هېټریک جوړ کړی وو

کریکبال وېبپاڼه- په ۲۰۰۶ میلادي کال کې هند کرکټ لوبډلې پاکستان ته د ټیسټ لوبو لپاره دوره وکړه.

دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی دوه ټیسټ لوبې چې لاهور او فیصل اباد ښارونو کې ترسره شوې،مساوي پای ته ورسیدې.

خو وروستۍ دریمه ټیسټ لوبه په کراچۍ ښار کې ترسره شوه،د هند کرکټ لوبډلې د هغه وخت مشر راهول ډریويډ د ټاس په ګټلو لومړی توپ اچونه غوره کړه او پاکستان لوبډله یې توپ وهنې ته دعوت کړه.

هند کرکټ لوبډلې مشر ځوان لوبغاړي عرفان پټان ته نوی توپ ورکړ.په سټرایک باندې سلمان بټ ولاړ وولومړی درې توپونه یې دفاع کړل.

خو څلورم توپ د عرفان پټان لخوا سلمان بټ ته “اوټ سوینګر” توپ ترسره شو،نوموړي لومړي سلیپ کې راهول ډراویډ ته پرې کیچ ووایسته.

کریز کې له عمران فرهاد سره پاکستانی کپتان یونس خان یو ځای شو.نوموړی هم د عرفان پټان د ” این سوینګ” ښکار شو او په صفر سره ایل بي ډبلیو اوټ شو.

وروسته محمد یوسف کریز یا ویشتنځای ته راغی،د نوموړي څخه فیلډران ګرد چاپیر تاو شول.نوموړي د توپ دفاع هڅه وکړه ناکامه شو او بولډ اوټ شو.

نوموړی هغه وخت له هربجن سینګ وروسته چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د اسټرالیا خلاف په ټیسټ کرکټ کې هېټریک ترسره کړی وو،دوهم توپ اچونکی شو چې په ټیسټ کرکټ کې هېټریک ترلاسه کوي.

د هغې مودې راهیسې بیا د هند لپاره په ټیسټ کرکټ کې یوازینی توپ اچونکی بومرا دی چې په ټیسټ کرکټ کې یې هېټریک ترلاسه کړی دی.

پاکستان لوبډلې ۳۹ منډو ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو،خو عبدالرازق د سلیزې او کامران اکمل د ښې لوبې په مټ پاکستان لومړي اننګز کې ۲۴۵ منډې جوړې کړې.

حیرانونکي دا ده چې وروسته یې په ۳۴۱ منډو بریا هم خپله کړه.

د جنورۍ ۲۹مه نېټه د عرفان پټان لپاره پدې ځانګړي ده چې نوموړي د پاکستان خلاف په ټیسټ لوبه کې هېټریک ترلاسه کړی وو.

عرفان پټان د هند لپاره په ۲۹ ټیسټ لوبو کې د یوې سلیزې او ۶ نیمه سلیزو په مټ (۱۱۰۵) منډې جوړې کړي دي.همداشان یې توپ اچونه کې (۱۰۰) ویکټې اخیستي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ